لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سترې محکمې د نامزدګۍ فارمونو په اړوند د لاهور هاييکورټ پرېکړه معطل کړې


Supreme Court of Pakistan

د پاکستان سترې محکمې د لاهور هاييکورټ هغه پريکړه معطل کړې په کومه کې چې د راتلونکو عامو ټولټاکنو د نامزدګۍ فارمونه ناچله ګرځول شوي وو.

د راتلونکو ټولټاکنو دپاره د نومول کېدو يا نامزدګيو په فارمونو کې د پارليمان لخوا بدلون شوی ؤ او د لاهور هاييکورټ هغه ناچله ګرځولې ؤ خو د الېکشن کميشن اف پاکستان او د قامي اسمبلۍ پخواني سپيکر اياز صادق په خواست ستري محکمې د لاهور هاييکورټ دغه پريکړه معطل کړه.

د سترې محکمې مشر قاضي میاثاقب نثار نن د شنبې، اتوار په ورځ فېصله اورولې او ویلي يې دي عام انتخابات به هم په ۲۵م جولايۍ کيږي او په لنډه اورېدنه کې يې د لاهور هاييکورټ د فارمونو په اړوند فېصله معطل کړې ده.

د ځايي ميډيا ترمخه د نامزدګۍ په نوؤ فارمونو کې د کانديدانو په اړه د خپلو اثاثو، د غبرګو هېوادونو وګړيتوب او پاسپورټ لرلو معلومات، تعليمي قابيليت، ډګرۍ تفصيل، د انکم ټيکس او زرعي ټيکس معلومات د نه ورکولو تر څنګ د قرضونو او نور يو شمير معلومات ورکولو شرطونه ختم کړی شوي وو.

د لاهور هاييکورټ قانون پوهه سعدرسول د جون په لومړۍ نېټه دغه فارم معطل کړی او د پاکستان د ائين ارټيکل ۶۲ او ۶۲ لاندې د نوؤ فارمونو جوړولو امر يې کړی ؤ.

پخواني سپيکر اياز صادق ويلي د پارليمان د فيصلو دفاع کول د ده زمه واري ده.

د الېکشن کميشن وکيلانو لخوا هم عدالت ته ويل شوي ؤ چې د ټولټاکنو نېټه اعلان شوې او په داسې وخت د نامزدګيو فارمونو کې بدلون الېکشن د ځنډ سره مخ کولی شي.

په پاکستان کې ځينې سياسي ګوندونو هم ويره څرګنده کړې چې راتلونکو انتخاباتو د ځنډولو هڅې روانې دي.

XS
SM
MD
LG