لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا نګران وزيراعلی پخوانی قاضي دوست محمد خان وټاکل شو


پخوانی قاضي دوست محمد خان
پخوانی قاضي دوست محمد خان

د پاکستان د ټاکنو کمېشن پخوانی قاضي دوست محمد خان د خېبرپښتونخوا نګران وزيراعلی ټاکلی دی.

د ټاکنو کمېشن نن د نهې، سه شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د يوې ناستې وروستو د دوست محمد خان نوم د نګران وزيراعلی خېبرپښتونخوا په توګه غوره کړی دی.

د ټاکنو کمېشن دغه پرېکړه وروستو له هغې کړې چې د خېبرپښتونخوا په نګران وزيراعلی حکومت او مخالفه ډلې نه وې موافقه شوې چې څوک وزيراعلی جوړ کړی.

د ټاکنو د کمېشن اډيشنل سېکتر ډاکټر اختر نذير ويلي د خېبرپښتونخوا حکومت او مخالفه ډلو ورته د نګران وزيراعلی دپاره څلور نومونه لېږلي وو.

د پخواني قاضي دوست محمدخان نوم جمعيت علمااسلام ډلې ورکړی ؤ.

له دې وړاندې په کاروباري شخصيت منظور افريدي باندې د نګران وزیراعلی جوړولو صلاح شوې وه خو د تحريک انصاف ګوند په مخکني وزيراعلی پروېز خټک او جمعيت علمااسلام باندې د منظور افريدي څخه د پېسو اخستو د تورونو لګېدو وروستو دغه پرېکړه بيرته اخستل شوې وه.

پخوانی قاضي دوست محمدخان څوک دی؟

پخوانی قاضي دوست محمدخان د کال ۲۰۱۴م د فرورۍ د لومړۍ نېټې نه تر ۲۰م مارچ ۲۰۱۸م پورې د سترې محکمې جج، او د ۱۷م نومبر ۲۰۱۱م نه د ۳۱م جنورۍ ۲۰۱۴ پورې د پېښور هاييکورټ مشر قاضي پاتې شوی دی.

نوموړی په ۲۰م مارچ ۱۹۵۳م کې د خېبرپښتونخوا په بنو ضلع کې زېږېدلی، ابتدايي زدکړې او د ګرېجوېشن ډګري يې يې د بنو نه ترلاسه کړې او د قانون ډګري يې بيا په کال ۱۹۷۶م کې په کراچۍ کې د ګورنمننټ سندهـ مسلم لا کالج نه ترلاسه کړې وه.

هغه په کال ۱۹۷۶م کې د هاييکورټ او سپریم کورټ وکالت پېل کړی د وکيلانو د اتحاديو مشر پاتې شوی او په کال ۲۰۰۲م کې اډيشنل جج جوړ شوی ؤ.

نوموړی په کال ۲۰۰۳م د ستمبر په میاشت کې د پېښور هائيکورټ مستقل قاضي جوړ شوی او د کال ۲۰۱۱م په ۱۷م نومبر يې د پېښور هاييکورټ د مشر قاضي په توګه سوګند پورته کړی ؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د تشدد زیاتېدل: وجه یې څه ده او خلک څه فکرمندي لري؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG