لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند خبردارې ورکړې د پاکستاني ناڅاپه بريدونو ځواب به ورکوي


د هند د دفاع وزيرې نيرمالا سيترامن ويلي پوځ د روژې د اوربند احترام کوي خو د پاکستان هر ناڅاپه بريد ته به ځواب ورکوي.

سيترامن پاکستان ته په ډاګه ويلي چې ترهګري او خبرې يو ځای مخ په وړاندې نشی تلی.

هغې ويلي چې کله هم ناڅاپه بريد کيږي پوځ به ورته ځواب ورکوي، هند د اوربند احترام کوي خو د برید د ځواب حق لري.

هندي وزيرې ویلي دا د دوی دنده ده چې هر ناڅاپه بريد ته ځواب اووايي او هند محفوظ وساتي.

سيترامن دغه تورونه رد کړي چې ګنې د وسلې کمی لري يا د دفاعي ځواک دپاره فنډ نشته.

د هند د دفاع وزيرې دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرال اصف غفور پرون د ګل، دوشنبې په ورځ په هند د اوربند د سرغړونو تورونه لګولي او ويلي يې دي د پاکستان د سولې خواهش دې کمزوري ونه ګڼل شي.

اصف غفور ويلي هند په تېر ۱۳ کاله موده کې دوه زره ځله د اوربند د تړون سرغړونه کړې ده.

هغه ويلي ؤ پاکستان د زمه وارۍ څرګندونه کوي او د هند سره د اوربند تړون په ځای ساتي خو هند له پوهېدل پکاردي چې هغه چرته روان دی ځکه پاکستان او هند دواړه جوهري قوتونه دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG