لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: په دوو جلا پېښو کې پینځه وسلوال او درې ملېشه سرتېري وژل شوي


د بلوچستان امنیتي چارواکي دعوه کوي چې په دوو جلا- جلا پېښو کې یې شپږ وسلوال وژلي او په ځوابي برید کې درې ملېشه سرتېري هم وژل شوي دي.

لومړۍ پېښه له کوټې په څلوېښت کیلومیټرۍ کې د مستونګ په سیمه کې شوې ده. چارواکي وایي د مستونګ سیمې په کډکوچه نومي ځای کې دوو کسانو- چې وایي ځانمرګي بریدګر وو- تېر ماښام د ملېشه ځواکونو پر یوه چیک پوسټ برید وکړ.

چارواکي وایي یوه ځانمرګي بریدګر هڅه کوله د ملېشه ځواکونو امنیتي پوستې ته ننوځي خو کله چې ملېشه سرتېرو را وګرځاوه نو ده په ځان پسې تړلي چاودېدونکي مواد وچاودل، خو دویم ځانمرګی د ملېشه وو په ډزو و وژل شو.

د ملېشه ځواکونو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې پېښه کې درې ملېشه سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي، چې سمدستي د مستونګ سیمې روغتون ته وړل شوي دي.

د دې برید ذمه واري تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو په دې وروستیو کې چې په بلوچستان کې پر امنیتي سرتېرو کوم بریدونه شوي ذمه واري یې یا داعش ډلې او یا جماعت الاحرار ډلې پر غاړه اخیستې ده.

دویمه پېښه په کوهلو سیمه کې شوې ده. د بلوچستان ملېشه ځواکونه وايي د ځینو پټو معلوماتو په بنیاد یې هلته د وسلوالو په ضد د ردالفساد په نامه عملیات پیل کړل، چې ناببره هلته موجودو وسلوالو ورباندې ډزې پیل کړې او بیا د دواړو غاړو تر منځ شاوخوا دوې ګنټې نښته روانه وه.

ملېشه ځواکونو په خبرپاڼه کې دعوه کړې چې په دغو عملیاتو کې یې درې وسلوال وژلي او یو یې په ټپي حالت کې نیولی دی، خو دا یې نه دي ویلي چې په پېښه کې ملېشه سرتېرو ته هم څه مرګ ژوبله اوښتې که څنګه.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې وژل شوي او ټپي تن د خپلواکي غوښتونکو بلوڅو له یوه سازمان بلوچستان لیبرېشن آرمي (بي ایل اې) سره تړاو درلود، چې وایي د کوهلو ځایي روغتون ته وړي دي.

ملېشه ځواکونه وایي دغو وسلوالو پر امنیتي سرتېرو په بریدونو او د تاوان لپاره په سړي تښتونو کې لاس درلود او دعوه کوي چې له دوی څخه یې زیاته اندازه وسله هم تر لاسه کړې ده، خو خپله د دې سازمان له خوا تر اوسه د دغو دعوو په اړه څه نه دي ویل شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG