لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

محکمې دراؤ انوار زندان ته دلیږلو په هکله پرېکړه ځنډولې


د نقیب الله دکورنۍ وکیل محکمې ته له زولنو پرته د راؤ انوار په وړاندې کولو سختې نیوکي کړي خو محکمې ویلي له راؤ انوار وړاندې هم ګڼ سیاسي مشران د زولنو نه بغیر محکمې ته وړاندې شوي.

دپښتون زلمي نقیب مسید د وژنې په تور نیول شوی دکراچۍ پخوانی پولیس افسر راؤ انوار نن یو ځل بیا محکمې ته پرته له زولنو وړاندې کړل شوی اؤ‌ محکمې دهغه زندان ته دلیږلو په اړوند خپله پرېکړه ځنډولې ده.

د نقیب الله دکورنۍ وکیل محکمې ته له زولنو پرته د راؤ انوار په وړاندې کولو سختې نیوکي کړي خو محکمې ویلي له راؤ انوار وړاندې هم ګڼ سیاسي مشران د زولنو نه بغیر محکمې ته وړاندې شوي.

د چهارشنبې دکراچۍ دترهګرۍ دمخنیوي محکمه کې د نقیب مسید د وژل کیدو دوسیه اوریدل شوې .

د دوسیې اوریدنې په مهال پولیسو د ملیر پخوانی ایس ایس پي‌ راؤ انوار اؤ د هغه د ډلې نور ګرفتار پولیس په سختو حفاظتي تدابیرو کې محکمې ته وړاندې کړي‌ دي.

دکراچۍ دملیر ضلعې د پولیسو په پخواني مشر راؤ انوار اؤ دهغه د ډلې په نورو پولیسو تور دی چې د روان کال د جنورۍ په ۱۳مه نیټه یې ۲۷ کلن پښتون زلمي نقیب مسید د نورو دریوؤ کسانو ترڅنګ دپولیسو په یوه نقلي مقابله کې وژلی ؤ اؤ بیا یې پرې د ترهګرو تور لګولی ؤ.

په راؤ انوار د نقیب مسید د وژنې ترڅنګ د شاوخوا۴۵۰ نورو کسانو د محکمې تر شا د وژنې تورونه هم لګیدلي دي خو هغه دا تورونه ردوي اؤ وایي یوازې ترهګر یې په پولیس مقابلو کې وژلي دي.

د امهال د کراچۍ د ترهګرۍ دمخنیوي په محکمه کې د راؤ انوار په ضد د دوسیې اوریدنه روانه ده اؤ محکمې په جوډیشل ریمانډ دهغه زندان ته د لیږلو امر کړی خو د سندهـ صوبې حکومت راؤ انوار زندان ته د لیږلو پځایې هم دهغه پخپل کور کې ساتلی اؤ دهغه کور ته یې د وړوکي زندان حیثیت ورکړی.

راؤ انوار هرځل محکمې ته د زولنو پرته وړاندې کولی شي اؤ ددې ترڅنګ هغه د محکمې نه غوښتنه هم کړې چې په زندان کې دې ورته بي کلاس (دخاصو خلکو دپاره ځانګړې خونه) ورکړل شي .

د نقیب مسید پلار د راؤ انوار پخپل کور کې په ساتلو اؤ هغه ته زندان کې د بي کلاس په ورکولو محکمه کې نیوکه کړې اؤ ټاکل شوې وه چې نن چهارشنبه به محکمه پریکړه وکړي چې راؤ انوار زندان ته ولیږل شي اؤ که په کور وساتل شي خو محکمې د خپلې پریکړې اورول ځنډولې اؤ ټاکلې یې ده چې په نهم جون به بیا دغه دوسیه اوري.

د ننۍ اوریدنې په مهال د مداعي وکیل محکمې ته دا هم ویلي چې دنقیب الله د وژنې د دوسیې ګواهان اؤ مداعیان زورؤل کیږي چې په دې محکمې د سندهـ دپولیسو مشر ته امر کړی چې دګواهانو اؤ مداعیانو امنیت باید وساتي

XS
SM
MD
LG