لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشر ټرمپ به نن مسلمانانو ته د روژه ماتي کوربه وي


دا د کال ٢٠١۴ م د وایټ هاوس د روژه ماتې تصویر دی چې کوربه یې د هغه وخت صدر براک اوباما و
دا د کال ٢٠١۴ م د وایټ هاوس د روژه ماتې تصویر دی چې کوربه یې د هغه وخت صدر براک اوباما و

د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ به نن په سپینه ماڼۍ کې د یوه روژه مات کوربه وي، چې په واشنګټن ډي سي کې مېشتو مسلمانو سفارتکارانو ته پکې بلنه ورکړل شوې ده.

ولسمشر ټرمپ د روژې د میاشتې په راتګ سره د امریکې او نورې نړۍ مسلمانانو ته د دې مقدسې میاشتې مبارکي هم ویلې وه او روژه یې د انسان د روحاني ودې او د خدای د نعمتونو د ستاینې میاشت ګڼلې وه.

د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتو مرستیالې سیکرټرې لینډسې والټرز وي.او.اې ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي، چې ولسمشر ټرمپ به نن د شورو- چارشنبې په ماښام په سپینه ماڼۍ کې روژه مات جوړوي:

"روژه مات د روژې د میاشتې یو مذهبي دود دی، چې اکثر د مسلمانانو له خوا کېږي، خلک را غونډېږي او روژه پر یوه ځای ماتوي".

په امریکه کې له تېرو شاوخوا شلو کلونو د روژې په میاشت کې امریکایي ولسمشران مسلمانانو ته یوه ورځ روژه مات ورکوي، خو تېر کال ولسمشر ډانلډ ټرمپ دغه روژه مات نه وو جوړ کړی او یواځې یې مسلمانانو ته د کوچني اختر مبارکي ویلې وه.

د امریکې د ولسمشر په دفتر یا سپینه ماڼۍ کې د روژه مات ورکولو دود پخواني ولسمشر بل کلنټن په ۱۹۹۹م کال کې پیل کړ، چې بیا ورپسې دوو نورو ولسمشرانو جارج ډبلیو بوش او بارک اباما هم وپاله او هر کال به یې په امریکه کې مېشتو مسلمانانو او سفارتکارانو ته یوه ورځ روژه مات ورکاوه.

تېر کال چې ولسمشر ټرمپ روژه مات جوړ نه کړ نو داسې ګومان کېده چې ګوندې هغه په سپینه ماڼۍ کې پیل شوی شل کلن دود پای ته و رساوه، خو سږ هغه ګنګوسې ناسمې ثابتې شوې او نن بیا په سپینه ماڼۍ کې روژه مات کېږي.

ویل کېږي چې ولسمشر ټرمپ د امریکې له مسلمانانو سره ترینګلې اړیکې لري، ځکه کله یې چې په ۲۰۱۶م کال کې په دې هېواد کې د جوماتونو د څارنې امر وکړ، نو زیاتې نیوکې ورباندې وشوې او د هغه دا کار له اسلامه ویره وګڼل شوه.

ښاغلی ټرمپ چې کله د امریکې ولسمشر وټاکل شو نو له هغو هېوادونو یې امریکې ته د خلکو پر ورتګ بندیز اعلان کړ، چې زیات اوسېدونکي یې مسلمانان دي، خو په خپل لومړني بهرني سفر کې یې مسلمانان بیرته دلاسه کړل.

ولسمشر ټرمپ د تېر ۲۰۱۷م کال په مې کې د ۵۵ مسلمانو هېوادونو مشرانو ته په وینا کې وویل، چې د ترهګرۍ په وړاندې باید سره یو شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG