لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند وایي له پاکستان سره پر پوله خپل سرتېري نه کموي


په دې وروستیو کې د هند او پاکستان د سرحدي چارواکو تر منځ پر پوله د تاوتریخوالي د کمولو لپاره یوه غونډه شوې وه، خو پر دې برسېره د هند سرحدي امنیتي ځواکونو پرېکړه کړې چې له پاکستان سره پر ګډه نړیواله پوله له هندي کشمیر سره خپل سرتېري کم نه کړي او د پخوا غوندې یې کلکه څارنه وکړي.

رپوټونه وایي د جون په درېیمه چې د پاکستان له خوا پولې ته نیژدې پر اخنور سیمه ډزې وشوې، دوه هندي سرحدي عسکر یې و وژل او ۱۶ نور یې ټپیان کړل.

پر پوله د دغو وروستیو نښتو په نتیجه کې د اخنور سیمې له بېلابېلو کلیو شاوخوا دېرش زره ۳۰۰۰۰ کسان تېښتې ته مجبوره شوي وو، خو د جون په ۴مه د پاکستاني رېنجرو او د هندي سرحدي ځواکونو تر غونډې وروسته بیرته خپلو کورونه ته ستانه شول.

د هند د سرحدي ځواکونو مشر رام اوتار رسنیو ته ویلي، چې عسکر به یې د پخوا غوندې پر پوله بیداره او چمتو ولاړ وي: "موږ له پولې سره خپل سرتېري نه دي کم کړي او د تیارسۍ په حالت کې یو".

ښاغلی رام اوتار وایي په تېرو دوو ورځو کې چې له پاکستان سره پر پوله د جنګ بندۍ سرغړونه نه وه شوې دغه پوله ارامه وه او خلک د سرحدي چارواکو تر غونډې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شول، خو وایي خلک چې بیرته د کر کروندې چارې پیلوي څه وخت اخلي.

هند او پاکستان په تېرو کلونو کې په وار- وار پر خپله ګډه پوله د جنګ بندۍ تړونونه کړي، خو دواړو هېوادونه یو بل له دغو تړونونو په سرغړونه تورن کړي دي.

د پاکستاني پوځ ویاند مېجر جنرل آصف غفور دوې ورځې وړاندې په خبري غونډه کې دا تورونه رد کړل، چې ګواکې پاکستان د وروستۍ جنګ بندۍ سرغړونه کړې، بلکې تور یې پورې کړ چې هند ورڅخه سرغړونه کړې ده.

آصف غفور وویل پاکستان له هند سره جګړه نه غواړي او په دې برخه کې د شوي تړون احترام کوي، خو وایي که د هند له خوا د پاکستان پر خاوره ډزې کېږي او په نتیجه کې یې خلکو ته مرګ ژوبله اوړي، نو پاکستان به هم ضرور ځوابي ډزې ورباندې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG