لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان: پوځي وياند د خبريالانو ژوند په خطره کې اچولی، پي اېف يوجی


پاکستان کې د خبريالانو مرکزي اتحاديې (پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس، پي اېف يوجی) د ژورنالسټانو په اړوند د پوځي ویاند بيان رد کړی او ویلي يې دي دغو څرګندونو د ژورنالسټانو ژوند په خطره کې اچولی دی.

د پي اېف يو جی مشر افضل بټ او عمومي سېکتر ايوب جان سرهندي د ژورنالسټانو په اړوند د پوځي وياند د بيان په غبرګون کې ویلي چې اتحاديه د پوځي بيان د ژورنالسټانو په اړوند په هغو څرګندونو د سختو تحفظاتو اظهار کوي او ردوي يې په کوم کې چې "ژورنالسټانو ته په سوشل ميډيا د ټویټس په تور د رياست پرضد عناصر" ويل شوي دي.

د چهارشنبې، شورو په ورځ پي اېف يو جی په خبر پاڼه کې د پوځي ویاند بيان رد کړی او ويلي يې دي په ژورنالسټانو بې اساسه تورونه لګول شوي دي.

د خبر پاڼې ترمخه د پاکستان ايين د ملک هر وګړي ته د ارټيکل ۱۹ لاندې د بيان د ازادۍ حق ورکړی دی.

ويل شوي هر چا ته دا حق ترلاسه دی چې د کوم ځانګړي بيان، څرګندونو، رايې او خيال سره موافق شي يا يې اختلاف وکړي، خو هغه ملک دښمنه نه شې ګرځولی.

پي اېف يو جی د پوځ په ويانده اداره ايي اېس پي ار غږ کړی چې د ژورنالسټانو پرضد خپل بيان واپس واخلي، ځکه دغه بيان د ژورنالسټانو ژوند په خطره کې اچولی دی.

ويل شوي دغه ډول بيانونه په تېر وخت کې مالوماتو ته د رسايي په لار خنډان جوړ شوي بحران ېې راولاړ کړی کوم چې د ملي ګټو او ملي امنيت اغېزمنولو سبب شوي دي.

د پاکستان د ژورنالسټانو اتحاديې دغه بيان د پوځي ویاند مېجر جنرال اصف غفور د دوشنبې،ګل د ورځې په خبري غونډه کې د ژورنالسټانو په اړوند څرګندونو په غبرګون کې ورکړی دی.

اصف غفور خبري غونډې ته د وېنا په مهال د ژورنالسټانو نومونه وړاندې کړي او ویلي يې ؤ په سوشل ميډيا د دغو اکاؤنټونه څارنه کيږي ځکه چې دوی د پوځ، ايي اېس ايي پرضد پروپېګنده او رياست پرضد خبرې کوي.

د پوځي وياند دغه بيان ته نه يواځې په پاکستان کې سخت غبرګون ویل شوی بلکې د ژورنالسټانو د تحفظ نړیوالې ادارې کمېټي ټو پروټېک جرنلسټس (سي پي جی) د جنرال غفور د وېنا غندنه کړې او غوښتنه یې کړې چې هغه دې په خپلو خبرو بخښنه وغواړي.

د پوځي وياند د څرګندونو وروستو په لاهور کې يوه ژورنالسټه او فعاله ګل بخاري د شپې په مهال هغه وخت تښتول شوې چې هغه په ټي وي (وقت نيوز) باندې پروګرام کولو له په ګاډي کې روانه وه.

د بخاري د تښتولو پرضد په ټولنيزو رسنيو د سخت غبرګون وروستو هغه څو ساعته وروستو راخوشې کړی شوې وه او هم په لاهور کې په یو بل ژورنالسټ اسدکهرل په پټو مخونو کسانو سخت تشدد کړی ؤ.

د سي پي جی یو چارواکي سټېون بټلر ويلي، د جنرال غفور وېنا د خبریالانو ژوندونه د خطر سره مخامخ کړي دي. "د هغو ژورنالسټانو تصویرونه ښکاره کول چې د پاکستان خلاف د پروپېګنډې تور پرې لګېدلی، دا داسې ده لکه چې د هغوي په ملاګانو د هدف نشان ولګول شي".

XS
SM
MD
LG