لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کوز دیر: چاؤدنه کې د پوليس افسر په ګډون دوه سرتيري وژل شوي


د خېبرپښتونخوا په کوز دير ضلع کې د پوليس په ګاډي د سړک غاړې ښخ بم په چاؤدنه کې يو پولیس افسر او يو سرتېری وژل شوي او يو بل عام تن ژوبل شوی دی.

په کوز دیر ضلع دغه پېښه د زيمدارې پوليس تاڼې په علاقه کې رامنځته شوې او چاؤدنه کې د پوليس تاڼې مشر او يو سپاهي وژل شوي دي.

د زيمدارې ټانې محرر افسر مظفرخان وايس اف امريکا ډيوه سره په خبرو کې وويل، پوليس افسر اېس اېچ او بخت منير خان په علاقه کې په ګزمه ؤ او د سري پای لاموتي په علاقه کې پرې د سړک غاړې ښخ بم چاؤدلی دی.

مظفر پخلی وکړو چې په چاؤدنه کې د بخت منيرخان سره د هغه ډرايور سپاهي عرفان وژل شوی او يو بل عام تن ژوبل شوی دی.

چارواکو ويلي د پېښې وروستو په علاقه کې د لټون عمليات پېل کړی شوي دي.

په سمدستي ډول د چاؤدنې زمه واري چا نه ده منلې.

په کوز دير کې له دې وړاندې په دغه ډول پېښو کې د امن کمېټۍ غړي او پوځي سرتيري هم وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG