لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتون ژغورنې غورځنګ حکومتي‌ جرګې سره خبرې ځنډولي


ټاکل شوې وه د حکومت اؤ امنیتي ځواکونو په استازیتوب داولسي استازو اؤ قامي قبائیلي مشرانو یوه جرګه به نن د زیارت په ورځ د پي ټي ایم مشرانو سره لیدنه وکړي اؤ بیا به د پي‌ ټي‌ ایم اؤ چارواکو ترمینځ خبرې اترې راجوړې کړي .

د‌ حکومتي چارواکو اؤ پښتون ژغورنې غورځنګ ترمینځ نن کیدونکې خبرې اترې په واڼا کې د پیدا شوي وروستي تاؤ تریخوالي له امله ځنډول شوي دي.

د تیر اتوار د ورځې راهسې په جنوبي وزیرستان کې د پي ټي‌ ایم اؤ حکومت پلوه طالبانو یا امن کمیټۍ ترمینځ سخت تاؤ تریخوالی پیدا شوی چې پکې د پي ټي‌ ایم ګڼ شمیر فعالین وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

دپښتون ژغورنې غورځنګ جنوبي وزیرستان کې د هدفي وژنو اؤ دغلته د طالبانو د بیا راوستلو په ضد احتجاج پیل کړی اؤ تور لګوي چې پوځ ټوله سیمه یو ځل بیا دامن کمیټې په نوم طالبانو ته سپارلې ده .

خو پوځ د پي ټي‌ ایم تورونه ردوي اؤ ددغو طالبانو په هکله وایي “دا هغه امن کمیټۍ دي چې دامن دټېنګښت دپاره یې قربانۍ ورکړي دي”

ټاکل شوې وه د حکومت اؤ امنیتي ځواکونو په استازیتوب داولسي استازو اؤ قامي قبائیلي مشرانو یوه جرګه به نن د زیارت په ورځ د پي ټي ایم مشرانو سره لیدنه وکړي اؤ بیا به د پي‌ ټي‌ ایم اؤ چارواکو ترمینځ خبرې اترې راجوړې کړي .

خو ددغه جرګې یو مهم غړي الحاج شاه جي ګل اپریدي وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي واڼا کې د وران وضعیت له امله د پي ټي ایم مشرانو دحکومت لخوا ټاکل شوې جرګې سره له لیدنې انکار کړی دی.

باید وویل شي ددغه جرګې اؤ پي ټي‌ ایم د مشرانو ترمینځ د خبرو لمړی پړاؤ داپریل میاشت کې په خیبر (پخوانۍ ایجنسۍ) کې شوی ؤ چې پکې د پي ټي‌ ایم مشر منظور پشتین اؤ نورو وتلو مشرانو برخه اخستې وه.

شاه جي ګل اپریدي وائس اف امریکه ډیوه ته وویل چې په هغه موقعه د پي ټي ایم مشرانو جرګې ته ویلي وؤ چې مونږ خپلو کې مشوره کوؤ له هغې وروسته به درته ځواب درکړو ولې اوس یې دخبرو نه انکار کړی .

دپښتون ژغورنې دغورځنګ یو تن مشر اؤ د منظور پشتین نزدې ملګري بلال محسود وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي د پوځ لخوا پي ټي ایم ته ګواښونه روان دي اؤ زمونږ غړي نیول کیږي ، دنیونو اؤ دګواښونو په ماحول کې خبرې اترې نه شي کیدلی.

وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې ښاغلي بلال محسود وایي چې “د حکومت په استازیتوب جوړه شوې جرګه یو خوا خبرې اترې غواړي اؤ بلخوا د پي ټي ایم د مشرانو اؤ فعالینو د نیولو اؤ زؤرونو لړۍ روانه په داسې ماحول کې به څنګه خبرې وشي؟”

هغه وویل امنیتي ځواکونو په هاغو سیمو کې ګرځ بندیز پځایې کړی چرته چې د پي ټي‌ ایم زیاتره مشران استوګنه لري.

دحکومتي جرګې اؤ پي ټي‌ ایم تر مینځ راتلونکې جرګې دپاره لا نوې نېټه نه ده ټاکل شوې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG