لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وتلی سندهی ملت پاله مشر رسول بخش پلېجو وفات شوی


رسول بخش پلېجو د خان عبدالولی خان سره
رسول بخش پلېجو د خان عبدالولی خان سره

نامتو سندهی ملت پاله مشر اؤ دقامي عوامي تحریک بنسټګر ښاغلی رسول بخش پلېجو د ۸۸ کالو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوی دی.

دچپ لاسه نظریاتو لرونکی رسول بخش پلېجو د سندهـ د ټهټهې سیمې په یو کلي منګرخان پلېجو کې په ۲۱مه فرورۍ۱۹۳۰ کې زیږیدلی ؤ .

هغه خپلې لمړۍ زده کړې د سندهـ مدرسه الاسلام کراچۍ څخه کړې وې اؤ بیا یې د سندهـ دقانون دکالج څخه د وکات ډکر ي ترلاسه کړې وه.

هغه د یو سیاستمدار ترڅنګ د لوړې پایې وکیل، دانشور،شاعر اؤ ادیب هم ؤ چې شاوخوا ۲۵ کتابونه یې لیکلي وؤ.

رسول بخش پلېجو د نیشنل عوامي پارټۍ د لمړنیو غړو څخه ؤ چې روستو پرې دیو دستوري بدلون په اساس بندیز لګول شوی ؤ.

دوتلي پښتون ملت پاله سیاستمدار خان عبدالولي خان سره یې یو وخت کې ډیرې ښې اړیکې لرلې خو بیا یې ورسره دنظر اختلاف پیدا شو اؤ خپله سیاسي لار یې ورڅخه جدا کړه.

د نیشنل عوامي پارټۍ مشر خان عبدالولي خان سره داختلافاتو نه وروسته هغه د قامي عوامي‌تحریک په نوم خپل یو ګوند جوړ کړی ؤ خو په انتخابي سیاست کې یې هاغسې نوم پیدا نکړو لکه څنګه چې یې په نظریاتي سیاست کې ګټلی ؤ.

ښاغلی رسول بخش پلېجو د جنرال ضیاء د پوځي‌واکمنۍ په دوره کې د جوړ شوي غورځنګ ایم ارډي یو مهم مشر هم پاتې شوی ؤ اؤ د ډیموکراسۍ په پلوۍ د غږ پورته کولو له امله زندانونو ته لیږل شوی ؤ خو د جمهوریت لمنه یې کله هم نه پرې ښودله.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG