لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان ته د پښتون ژغورنې غورځنګ د مهم مشر محسن داوړ پر ورتګ بندیز


د شمالي وزیرستان پولیټیکل انتظامیې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر محسن داوړ نن په میرانشا ښار کې نیولی او په سرکاري موټرو کې یې د پښتونخوا بنو ښار ته بېولی او هلته یې پرېیښی دی.

محسن داوړ تر خوشي کېدو وروسته ویلي له شمالي وزیرستانه د ده ایستلو یواځینی مقصد دا دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ هلې ځلې و درول شي او تور پورې کوي چې وایي د پاکستان پوځ هڅه کوي پولیټیکل انتظامیه او د امن کمېټۍ په نوم وسلوال طالبانو د دوی په خلاف استعمال کړي.

محسن داوړ تېر ماښام په میرعلي کې هغې احتجاجي ناستې ته ورغلی وو، چې له تېرو څلورو ورځو هلته د وروستیو هدفي وژنو په ضد روانه وه. ښاغلي داوړ په دې احتجاجي ناسته کې تر برخې اخیستو وروسته پر ټویټر لیکلي وو، چې د شپې ناوخته احتجاج کوونکو په موټرسایکلونو لاریون کاوه چې د پاکستاني پوځ سرتېرو یې مخه ونیوله، لسګونه کسان یې ونیول او پر هغوی یې تشدد وکړ.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوې فعالې مېرمنې ثناء اعجاز د دې خبر تر خپرېدو سمدستي وروسته وي.او.اې ډیوه ته وویل، د محسن داوړ د نیول کېدو خبر لا نه شي تاییدولای خو وایي داسې معلومات یې تر لاسه کړي چې هغه د شمالي وزیرستان پولیټیکل چارواکو بنو ته روان کړی دی:

"زما خیال د دوی چې کومې خبرې روانې وې په هغوی کې کېدای شي داسې څه امکان وي چې هغه [محسن] د څه مودې لپاره له هغې سیمې [شمالي وزیرستان] څخه بند کړای شي ".

محسن داوړ تر خوشي کېدو وروسته د وي.او.اې ډیوه خبریال عدنان بېټني ته ویلي، شمالي وزیرستان ته پر ورتګ یې د درو میاشتو لپاره بندیز لګېدلی دی، چې هغه هلته د پښتون ژغورنې غورځنګ په احتجاجونو کې ګډون ونه کړي او هلته د راتلونکو انتخاباتو لپاره- چې ویل کېږي ښاغلی داوړ به ورته کاندید وي- کمپاین ونه کړي. محسن داوړ وایي:

"د استخباراتو، پوځ او پولیټیکل انتظامیې په موټرو کې یې زه د وزیرستان له حدودو را و ایستم، موږ به دا حکم په عدالت کې چېلنج کوو، زما په نظر دا یو غیرآییني او غیرقانوني حکم دی چې پولیټیکل انتظامیې جاري کړی دی".

د شمالي وزیرستان پولیټیکل انتظامیې تر اوسه رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ویلي، خو سرچینې وایي په سرکاري اعلامیه کې ویل شوي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا د محسن داوړ ویناوې او جلسې د سیمې امنیت ته خطر پېښولای شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG