لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکه وایي په پاکستان کې له درغلۍ پاک انتخابات مهم دي


د امریکې مرستیال ولسمشر مایک پینس د پاکستان له لنډمهالي وزیراعظم ناصرالملک سره نن د زیارت- پنجشنبې په ورځ په ټلیفون خبرې کړې او هغه ته یې د وزیراعظمۍ مبارکي ویلې ده.

ښاغلي پینس د قاضي په توګه ناصرالملک کردار ستایلی او هیله څرګنده کړې چې په لنډمهاله دوره کې به د پاکو ټاکنو تر سره کولو ذمه واري په ښه توګه تر سره کړي.

له سپینې ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ښاغلي پینس له پاکستاني وزیراعظم سره په خبرو کې په پاکستان کې ازادې او له درغلۍ پاکې ټاکنې ډېر ارزښتمنې ګڼلې دي، چې څارنه به یې د ناصرالملک لنډمهالی حکومت کوي.

خبرپاڼه وایي ښاغلي پینس په خبرو کې د جنوبي اېشیا لپاره د ولسمشر ټرمپ تګلاره هم یاده کړې او پر پاکستاني وزیراعظم یې ټینګار کړی چې په خپله خاوره کې د ترهګرو د پټو پناه ځایونو په ختمولو کې د مرسته او ملاتړ وکړي او په سیمه کې د امن او ارامۍ لپاره کار وکړي.

سپینه ماڼۍ وایي د مرستیال ولسمشر پینس او پاکستاني وزیراعظم ناصر الملک تر منځ د دواړو هېوادونو پر خرابو اړیکو هم خبرې شوې او دواړو هیله څرګنده کړې چې تر خپل منځ په اړیکو کې ښه والی لیدل غواړي.

د پاکستان دي نېشن ورځپاڼه د پاکستاني وزیراعظم له دفتره د خپرې شوې خبرپاڼې په اساس لیکي، چې مایک پینس ښاغلي ناصر الملک ته د وزیراعظم په توګه پر ټاکل کېدو د ولسمشر ټرمپ نېکې هیلې هم وړاندې کړې دي.

ورځپاڼه وایي دواړو مشرانو د دوه اړخیزو اړیکو پر ټیګښت اتفاق کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د امن او ارامۍ لپاره به په ګډه هلې ځلې کوي.

د پاکستان وزیراعظم ناصر الملک د امریکې د مرستیال ولسمشر ښاغلي پینس مننه کړې چې ده ته یې ټلیفون کړی او مبارکي یې ورته ویلې او هغه ته یې ډاډ ورکړی چې لنډمهالی حکومت یې ژمن دی چې له لیکشن کمېشن سره د آیین په چوکاټ کې د پاکو او ازادو ټاکنو په تر سره کېدو کې مرسته وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG