لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بل ګیټس جنرال باجوه سره دپولیو په نوغي ویستلو غږیدلی


دنړۍ څخه دپولیو دناروغۍ دنوغي ویستلو په مبارزه د بوخت خیریه سازمان ملنډا ګیټس مشر ښاغلي بل ګیټس دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمرجاوید باجوه سره ټیلي فوني تماس کې پاکستان څخه د پولیو دناروغۍ په ختمولو خبرې کړي دي.

دپاکستان دپوځ ویاند میجرجنرال اصف غفور پخپل یو ټوئټ کې ویلي د دامریکایي شرکت مائیکرو سافټ بنسټګر بل ګیټس جنرال باجوه سره په دغه ټیلي فوني تماس کې پاکستان څخه د پولیو په نوغي ویستو کې دپاکستان دپوځ کردار ستائیلی دی.

پوځي ویاند ویلي جنرال باجوه دبل ګیټس لخوا نړۍ څخه دپولیو د ختمولو هوډ یو ستر مقصد وبللو اؤ هغه ته یې باور ورکړو چې دپاکستان پوځ به ورسره دې لړ کې بشپړه همکاري کوي.

دا مهال چې پاکستان څخه دپولیو دنوغي ویستلو دپاره کومې هلې ځلې روانې دي په دې مصرفونه دبل ګیټس خیریه اداره ملنډا ګیټس کوي

پاکستان او افغانستان دوه هغه ګاونډي هېوادونه دي چې لا هم د پولیو ناروغي پکې په بشپړه توګه نه ده ختم شوې او د ترهګرۍ په ضد د جګړې له امله د پولیو په ضد کمپاینونه پکې له خنډ سره مخامخېږي، ځکه هر کال پکې ماشومان په دې ناروغۍ اخته کېږي.

پروسکال په ټول پاکستان کې د پولیو اته مثبتې پېښې رپوټ شوې اؤ سږکال لومړۍ دپولیو پېښه دبلوچستان ایالت دسرښار کوټی شمال ختیز لوري ته د دوکۍ ضلعې په سفرعلي کلي کې رپورټ شوې ده

څیړونکي وایي پاکستان او افغانستان څخه د پولیو د ناروغۍ د نوغې ویستلو په لاره کې بیلابیل خنډونه پراته دي.

په دې کې د دواړو هېوادونو په ځپلو سیمو کې روانې جګړې د پولیو د واکسین کولو په کارکونکو باندې خونړي بریدونه او د اسلام پالو لخوا د پولیو پرضد پروپاګند کول شامل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG