لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

داشرف غني په ځواب کې طالبانو هم د اوربند اعلان وکړو


Taliban

دافغان دولت لخوا طالبانو سره په یو اړخیز ډول د اوربند داعلان په جواب کې طالبانو هم د اختر په موقعه د درېوؤ ورځو اوربند اعلان کړی خو ویلي یې دي په دغه دوران کې به هم په بهرنیو ځواکونو خپل برید ته دوام ورکوي.

روانه اوونۍ ولسمشر اشرف غني اعلان کړی ؤ چې د روژې د۲۷مې نه داختر تر پینځممې ورځې به افغان ځواکونه د طالبانو په ضد هیڅ قسمه عملیات نه کوي خو دداعش اؤ نورو بهرنیو ترهګرو په ضد به جګړه دوام ولري.

دطالبانو د تحریک یو ویاند ذبیح الله مجاهد مطبوعاتو ته په لیږلي یو بیان کې د اختر په موقعه افغان ځواکونو سره د اوربند اعلان کړی دی.

دطالبانو په دغه بیان کې راغلي چې هغوئ خپلو وسله والو ته سپارښتنه کړې چې د کوچني اختر په دریوؤ ورځو کې دې په ګرد افغانستان کې دمخالفینو(افغان ځواکونو) په ضد تعرضي عملیات ودروي خو که چرې په هغوئ دمخالفینو لخوا برید وشي نو په هغه صورت کې باید دځان څخه په کلکه دفاع وکړي.

طالبانو پخپل بیان کې په ډاګه کړی چې بهرني ځواکونه به د اوربند ددغه اعلان څخه مثتثنی وي اؤ دهغوئ په ضد به جګړې دوام ولري.

په دغه بیان کې طالبانو ته دا سپارښتنه هم شوې ده چې داختر په موقعه باید دعامو خلکو په غونډو کې د برخې اخستو څخه ډډه وکړي ولې چې په دغسې موقعو د بمباریو ویروې موجودې وي.

دافغان دولت د اته ورځني اوربند په جواب کې دطالبانو د درې ورځني اوربند اعلان ته څیړونکي د یو مهم پرمختګ په توګه ګوري اؤ وایي دواړه خواوې کولی شي چې راتلونکي کې دا لنډ مهاله اوربند په اوږد مهاله سوله بدل کړي.

د افغانستان دسیاسي چارو څیړونکي ښاغلي فیروز دانش وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې ویلي په ظاهره خو د درېوؤ ورځو یا یوې اوونۍ اوربند هیڅ معنی نه لري خو دافغانستان روان وضعیت ته په کتلو سره دا لنډ مهاله اوربند په راتلونکي کې د اوږد مهاله سولې دپاره ډیر ستر امکانات برابروي.

هغه وویل د اشرف غني لخوا په اختر کې د اوربند اعلان د هغه په سیاسي بصیرت ګواهي کوي اؤ که چرې نړیواله ټولنه د ولسمشر غني مټې مضبوطې کړي نو هغه کولی شي افغانستان اؤ سیمه د جنګونو څخه پاکه اؤ سوله ورته راوړي.

هغه وویل زه فکر نه کووم چې طالبان داختر نه وروسته افغان دولت سره دائمې روغې ته کښیني خو که په دې اړوند لږ زیار وویستل شي نو دا ناممکنه هم نه ده ، ځکه چې طالبان که د دریوؤ ورځو سوله کولی شي نو د اطمینان په ترلاسه کولو د دریوؤ کالو سولې ته هم غاړه ایښودلی شي خو په دې لړ کې به امریکه اؤ ګاونډي هیوادونو ته خپل رغنده رول ترسره کول وي.

XS
SM
MD
LG