لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چیني هیکرانو دامریکا دسمندري ځواکونو مهم معلومات غلا کړي


امریکایي چارواکي وایي د چین هیکرانو د امریکایي دسمندري ځواکونو دیو ټیکه دار بې کچه مهم معلومات غلا کړي چې دامریکا دپلټنو ادارې ایف بي ایي ددغه غلا پلټنې پیل کړي دي.

امریکایي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د امریکایي چارواکو له خولې لیکلي چې دچین هیکرانو هغه معلومات غلا کړي چې دامریکایي ابدوزونو اؤ د سمندر دننه په استعمالیدونکو وسلو دڅیړنو کولو اړوند دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي چې دچین هیکرانو دغه معلومات دجنورۍ اؤ فرورۍ میاشتو کې غلا کړي دي.

په غلا شوؤ معلوماتو کې د سي ډریګن یا سمندري ښامار په نوم د یوې پروژې اؤ دامریکایي ځواکونو د اوبتلونو دپراختیا د څانګې دبرېښنايي برخې برقي لائبریرۍ یا ارشیف کې ساتل کیدونکي معلومات هم شامل

په دغو غلا شوؤ معلوماتو کې د بیړۍ ضد میزائیلي نظام هم شامل دی چې تاکل شوې په کال ۲۰۲۰م کې دامریکا په ابدزونو یا اوبتلونو ولګول شي.

د واشنګټن پوسټ رپورټ وایي د سي ډریګن پروژې ټول ۶۱۴ ګیګا بائټ معلومات غلا کړل شي چې پکې سنګل اؤ سینسر ډیټا، د ځواکونو د وائرلیس روماؤ نور دحساس نوعیت معلومات شامل دي.

رپورټ کې ویل شوي دامریکا دسمندري ځواک په غوښتنه دمیزائیلو په هکله حساس معلومات نه دي‌ خپاره کړل شوي اؤ سمندري ځواک د ایف بي ایي په مرسته پلټڼې پیل کړي خو ایف بي ایي په دې د تبصرې کولو نه ډډه کړې ده

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG