لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هرات:دطالبانو برید کې دملي اردو۱۷سرتیري وژل شوي


دافغانستان په هرات ولایت کې طالبانو د ملي اردو د سرتیرو په یوه پوسته برید کړی اؤ افغان چارواکي وایي چې په دغه برید کې دملي اردو ۱۷سرتیري وژل شوي دي.

په عین حال کې په کندوز کې هم د طالبانو په یو برید کې د ۲۴ؤ سیمه ییزو پولیسو د وژل کیدلو راپورونه مخې ته راغلي دي.

طالبانو په افغان ځواکونو خپل دا بریدونه په داسې حال کې چټک کړي چې د شنبې په ورځ یې داختر په دریوؤ ورځو کې د اوربند اعلان هم کړی دی.

دهرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ویلي طالبانو تیره شپه د زاول ولسوالۍ د عزیز اباد په سیمه کې د ملي اردو په امنیتي پوسته برید کړی .

خبریالانو سره خبرو کې نوموړي منلې چې په دغه برید کې ملي اردو ۱۷سرتیري وژل شوي خو وایي دامنيتي ځواکونو په ډزو کې د طالبانو ۸ وسله وال هم وژل شوي اړ ۱۳ ټپیان دي.

طالبانو په دې وروستیو کې دالخندق په نوم د پسرلنیو عملیات پیل کولو اعلان کړی اؤ ددغه اعلان سره سم یې دافغان ځواکونو په ضد د خپلو بریدونو لړۍ چټک کړې ده.

داپریل په میاشت کې دافغانستان ولسمشر اشرف غني طالبانو ته د سولې وړاندیز کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې که طالبان سولې ته غاړه کښیږدي نو افغان دولت به د نورو امتیازاتو ترڅنګ ټولټاکنو کې دبرخې اخستو موقعه هم ورکړي.

طالبانو دافغان دولت د سولې ددغه وړاندیز په رد کولو سره تیره میاشت دافغان ځواکونو په ضد د نوؤ جګړو پیل کولو اعلان کړی اؤ ویلي یې دي چې دوئ به ترهغې خپلو جګړو ته دوام ورکړي ترڅو چې ټول خارجي عسکر دافغانستان څخه وتلي نه وي.

افغان ولسمشر اشرف غني روانه اوونۍ کې یو ځل بیا د روژې د ۲۷مې ورځې نه د اختر تر پینځمې طالبانو سره د اوربند اعلان کړی چې ددې بدل کې نن شنبه طالبانو هم په اختر کې د دریوؤ ورځو اوربند اعلان کړی خو دایې هم واضحه کړې چې که په دغه دوان کې په هغوئ کوم برید وشو نو دځان څخه به په کلکه دفاع کوي

XS
SM
MD
LG