لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشر ټرمپ له کیم جونګ اون سره د لیدو لپاره سینګاپور ته روان شوی


د امریکې ولسمشر په کېنېډا کې د اوو صنعتي هېوادونو یا جي ۷ په سرمشریزه کې تر ګډون وروسته په دې هیله سینګاپور ته روان شوی او د دې هېواد له مشر کیم جونګ اون سره ویني چې وایي هغه به له اېټمي وسلو لاس اخلي.

ولسمشر ټرمپ د خالي- شنبې په ورځ د کېنېډیا په کیوبیک ښار کې خبریالانو ته وویل، له ښاغلي کیم سره په لیدو کې هغه ته یوه موقع ورکوي او په لومړۍ شېبه کې به پوه شي چې که هغه د امریکې د دې غوښتنې په اړه سنجیده نه وو چې د ایټمي وسلو پر سر ورسره مذاکرات وکړي نو ډېر وخت به ورسره نه کښېني.

"پوهېږئ کله چې یو څوک تا خوښوي نو ته په پینځو سیکنډو کې پوهېږې، زه فکر کوم زه به ډېر ژر پوه شم چې خبره مثبت لور ته روانه ده، خو که پوه شوم چې څه ګټه نه لري نو نه خپل وخت ضایع کوم او نه د هغه وخت ور ضایع کوم".

ټاکل شوې چې ولسمشر ټرمپ او کیم جونګ اون به د جون په ۱۲مه د سینګار په سینتوسه ټاپو کې په یوه هوټل کې سره ویني. دوې اوونۍ مخکې د دواړو مشرانو له خوا د توندو خبرو تر تبادلې وروسته ولسمشر ټرمپ دغه لیدنه منسوخه کړه، خو تېره ورځ یې وویل چې هر څه سم دي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې له خبر سره سم ولسمشر ټرمپ دوې ورځې وړاندې ویلي وو، د شمالي کوریا له مشر سره تر دې تاریخي لیدنې مخکې ډېرو تیاریو ته اړتیا نه شته ځکه چې وایي په دې برخه کې به د دواړو تر منځ خپلمنځي اړیکې به لا زیاتې ارزښتمنې وي.

د بهرنۍ پالیسۍ څېړونکي وایي تر هغه وخته چې د شمالي کوریا د ایټمي پروګرام درولو په برخه کې مهمې ژمنې عملي کېږي، کېدای شي ښاغلی کیم له ولسمشر ټرمپ سره د کوریایي جګړې د پای ته رسېدو د امنیتي تړون په شمول پر یو لړ علامتي ګامونو متفق شي.

ولسمشر ټرمپ وایي کېدای شي له ښاغلي کیم سره په لیدو کې هغه څه تر لاسه نه کړي چې امریکه یې غواړي، خو وایي لږ تر لږه دا ګټه به یې وي چې د دواړو تر منځ به مذاکرات پیل شي:

"زه غواړم تر دې هم زیات څه تر سره کړم، خو که څه نتیجه یې ور نه کړه، لږ تر لږه موږ خو به سره ووینو او زه هیله من یم چې د یو بل په لیدو به خوشاله شو، موږ به هغه بهیر پیلوو، خو زه فکر کوم چې دا به وخت واخلي".

ولسمشر ټرمپ دا خبرې په کېنېډا کې د اوو صنعتي هېوادونو په سرمشریزه کې تر ګډون وروسته کړي، چې خپله ده او د نړۍ د نورو هېوادونو مشرانو پکې د سوداګرۍ او نورو اقتصادي مسایلو په اړه خبرې وکړې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG