لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ترهګرۍ ضد عدالت وایي راو انوار ته دې په بند کې سمې اسانتیاوې ورکړل شي


د نقیب الله مسید په وژنه تورن پولیس افسر راو انوار د کراچۍ ترهګرۍ ضد عدالت ته درخواست ورکړی وو، چې ده ته دې په قید کې د ډي کلاس قیدي اسانتیا ورکړل شي، چې عدالت یې دا غوښتنه د خالي- شنبې په ورځ ومنله.

راو انوار د نقیب الله مسید د وژنې په تورن نیول شوی او خپل کور ورته جېل ګرځول شوی خو د نقیب مسید پلار محمد خان مسید له عدالته غوښتنه کړې وه چې د ده د زوی قاتل دې د کورني زندان پر ځان جېل ته ولېږل شي.

د ترهګرۍ ضد عدالت د نقیب مسید د مقدمې د اورېدنې په مهال د سیند ایالت د جېلونو چارواکو ته د زندان د قانون د ۲۴۸مې مادې په بنیاد امر وکړ، چې راو انوار ته دې د "بي کلاس" بندیانو اسانتیا ورکړي، چې په هغه کې د بندي لاس پښو ته زولنې نه وي ور لوېدلې.

د مقدمې د اورېدنې په مهال له راو انوار پرته د نقیب الله مسید د وژنې په تور نور ټول نیول شوي کسان عدالت ته په داسې حالت کې راوستل شول چې لاسونو او پښو ته یې زولنې نه وې لوېدلې.

د ترهګرۍ ضد عدالت قاضي وویل د راو انوار د سب جېل یا د هغه د کورني زندان موضوع د سیند له هایکورټ سره ده او باید د هغوی پرېکړې ته انتظار وشي.

راو انوار او تر هغه لاندې نیول شوي یوولس پولیس افسران له شاوخوا پینځلسو نورو پولیس افسرانو سره په دې تورن دي چې د جنورۍ په لومړیو کې یې ماډلنګ ته لېواله ځوان نقیب الله مسید له درو نورو کسانو سره تښتولی او د جنورۍ په ۱۳ مه یې په جعلي مقابله کې وژلی وو.

د راو انوار مدافع سلاکار امیر محبوب عدالت ته ویلي، چې د ده پر موکل پولیس افسر له ثبوتونو پرته تورونه لګېدلي او نیول شوی دی او بیا په جوډیشل ریمانډ په زندان کې ساتل شوی دی، چې وایي هلته د سي کلاس یعنې عامو قیدانو چلند ورسره کېږي.

د ترهګرۍ ضد عدالت د نقیب مسید د مقدمې اورېدنه د جون ۱۴مې نېټې ته ځنډولې ده، په دې اورېدنه کې به به د راو انوار پر یوه بل درخواست هم بحث کېږي، چې ده پکې د ضمانت غوښتنه کړې ده.

راو انوار دا مهال د کراچۍ په ملتان لاینز کې پخپل کور کې بندي ساتل شوی دی. عدالت د امنیتي خطرونو له کبله د ده کور د زندان په یوه څانګه نومولی دی، خو د نقیب مسید د پلار په شمول د بشري حقونو فعالانو هم ورباندې اعتراضونه کړي چې وایي د شاوخوا ۴۴۰ بې ګناه خلکو په وژنه تورن پولیس افسر باید په زندان کې وساتل شي. ​

XS
SM
MD
LG