لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په سعودي عرب ميزايل بريد کې درې تنه وژل شوي


د سعودي عرب په جنوب کې د يمن نه حوثي ياغيانو میزايل داغلی چې پکې درې ملکي کسان وژل شوي، دغه خبر د سعودي عرب دولتي ټي وي الاخباريه د خالي په ورځ ناوخته ورکړی دی.

حوثيان چې د يمن زياتره برخې او پلازمينه صنعا په ولقه کې لري، په ايران تور دی چې د حوثيانو ملاتړ کوي، حوثيانو په وروستيو څو میاشتو کې د سعودي په پلازمينه رياض باندې پرله پسې ميزايلې داغلې دي.

ويل کيږي دا په يمن کې د سعودي عرب او ايران د درې کاله مودي د نيابتي پراکسي جګړې برخه ده.

صدر عبدالربو منصور هادي چې په رياض کې د جلاوطنۍ ژوند کوي، د سعودي په مشرۍ پوځي اتحاد چې امریکايي ملاتړ ورته ترلاسه دی په يمن کې د حوثيانو پرضد جنګيږي.

د رويټرز ترمخه د ميزايل په بريد کې د سعودي عرب په جنوبي صوبه جيزان کې درې عام ملکي وګړي وژل شوي دي.

اتحاد ويلي د هر هغه چا پرضد به عمليات کوي چې د وګړو او اوسېدونکو خونديتوب ته يې ګواښ جوړيږي.

XS
SM
MD
LG