لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو په بريدونو او نښتو کې ۶۵ افغان امنيتي سرتيري، ۵۰ تندلاري وژل شوي


طالبانو په درېو بريدونکو د افغانستان د ملي اردو (پوځ) او پوليس ۶۵ سرتيري وژلي دي، او د افغان ځواکونو په عملياتو کې ۵۰ تندلاري هم وژل شوي دي.

افغان چارواکو د شنبې، خالي په ورځ ويلي طالبانو د افغانستان په جنوبي سيمه کندهار، شمالي سيمه کندز او لويديځه سيمه هرات کې په امنيتي ځواکونو او پوليسو باندې بریدونه کړي دي.

د افغان رسنيو ترمخه د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې طالبانو د افغانستان په ملي اردو بريد کې ۲۵ سرتيري وژلي او په بريد کې د څو سرتيرو بې درکه کېدلو هم ويل شوي دي.

طالب ویاند د ۳۵ سرتيرو د وژلو ادعا کړې ده.

طالبانو دکندوز په قلعه ذال ولسوالۍ کې د جمعې په شپه ناوخته د پوليس په پوستو بريدونو کې ۲۴ سرتيري وژلي، او د نوې جوړې زاول ولسوالۍ کې يې په ملي اردو بريد کې ۱۷ سرتيري وژلي دي، د دغه خبر پخلی حکومتي وياند وي او ای ته کړی دی.

د کندز د پوليسو ویاند ويلي په دغو عملياتو کې ۲۳ وسله وال تندلاري هم وژل شوي دي.

بل لور ته د افغانستان د دفاع وزارت ويلي په غزني کې تندلارو ته لوی زيان اړول شوی په اندړ ولسوالۍ کې په هوايي بريدونو کې ۴۵ تندلاروي وژل شوي او ۲۷ نور ژوبل شوي دي.

اسلامي تندلارو چې د اپرېل په مياشت کې پسرلني عمليات پېل کړي افغان ځواکونو ته يې غټه مرګ ژوبله اړولې او تراوسه پورې نزدې ۵۰۰ سرتيري يې وژلي دي.

د مې په مياشت کې په دغو جګړو کې د ۱۸۰ نه افغان ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

په عېن حال کې افغان ولسمشر اشرف غني د زيارت، پنجشنبې په ورځ د روژې د ۲۷م نه د وړوکي اختر د پينځمې پورې د يو اړخيز اوربند اعلان کړی ؤ.

طالبانو هم د شنبې په ورځ د اختر په درېو ورځو کې دافغان ځواکونو په ضد د اوربند اعلان کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG