د افغانستان ختيځې صوبې ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د تعليم د محکمې په ودانۍ ډله ييز بريد د بريد کوونکو ترهګرو په وژل کېدو پای ته رسېدلی دی، په بريد کې ۱۰ تنه ژوبل شوي دي.
ځايي چارواکو د تعلیم د محکمې په ودانۍ نن د ګل، دوشنبې په سهار نزدې څلورو وسله والو بريد کړی ؤ.
چارواکو ويلي اول يو بريدګر د ودانۍ سره جوخت په ځان پورې چاودېدونکو موادو ته چاودنه ورکړې او بيا نور درې واړه چې ودانۍ ته يې ننوتل غوښته امنيتي ځواکونو په ډزو وژلي دي.
د ننګرهار د ګورنر وياند عطاالله خوګياڼي رسنيو سره په خبرو کې د بريد پخلی کړی او ويلي یې دي په بريد کې د د بريدګرو نه علاوه د وژنې کومه پېښه نه ده رپوټ شوې او بريد کوونکي امنيتي ځواکونو وژلي دي.
د صحت د محکمې چارواکو ویلي د بريد د ځايه لس ژوبل کسان روغتون ته وړل شوي دي.
د تعلیم د محکمې چارواکو هم د بريد پخلی کړی او امنيتي چارواکو ويلي د ادارې د ودانۍ سره نزدې يې د چاؤدېدونکو موادو يو ډک ګاډی هم په ولقه کې اخستی دی.
د بريد زمه واري لا چا نه ده منلې خو د راپورونو ترمخه په ننګرهار کې د تعلیم محکمې ته د داعش لخوا ګواښونه کېدل.