لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د نوازشريف وکيل د نېب قضیو څخه د فشار له امله لاس اخستی


نواز شريف

د پاکستان د احتساب قامي ادارې (نېب) په قضيو کې د پخواني وزیراعظم نوازشريف وکيل خواجه حارث خپله وکالت نامه د احتساب عدالت نه بيرته اخستې او د نوازشريف پرضد د روانو مقدمو څخه جدا شوی دی.

خواجه حارث ويلي سترې محکمې تېره ورځ عدالت په يوه میاشت کې د قضيو فېصله کولو امر کړی او هغه په دومره فشار کې کار نه شي کولی.

حارث نن د ګل، دوشنبې په ورځ د العزيزيه قضيې د اورېدنې پېل کېدو سره وکالت نامه بيرته اخستې او ويلي یې دي سترې محکمې د خالي او اتوار په ورځ هم د اورېدنې ويلي د هغه دريځ نه دی اورېدل شوی هغه په دومره فشار کې کار نه شي کولی او په يوه میاشت کې عدالت انصاف نه شي کولی.

د خواجه حارث د وکالت نامې بيرته اخستو وروستو د احتساب عدالت جج محمدبشير د نوازشريف نه پوښتنه کړې چې اوس به بل وکيل نيسې که خواجه حارث رضا کوې؟.

نوازشریف ويلي د مشورې وروستو به پرېکړه کوي، او عدالت بيا د يوې ورځې دپاره اورېدنه ځنډولې ده.

د سترې محکمې مشر قاضي میاثاقب نثار د اتوار په ورځ په اسلام اباد کې احتساب عدالت ته د نوازشریف او مريم نواز پرضد د درېو قضيو په يوه مياشت کې د فېصله کولو امر کړی ؤ.

د نوازشريف وکيل د اتوار په ورځ د سترې محکمې لاهور څانګې ته خواست کړی ؤ د ليلونو پوره کولو دپاره دې ورته د شپږو اوونيو وخت ورکړي خو عدالت يې خواست نه ؤ منلی.

په احتساب عدالت کې د نېب قضيې په ستمبر ۲۰۱۷م کې پېل شوې او د روان کال مارچ نېټه پکې ټاکل شوې چې پای ته به ورسي خو وروستو يو ځل د دوه میاشتو، بيا د يوې مياشتې او اوس د جون په مياشت کې د احتساب عدالت بيا سترې محکمې ته د مودې غځولو خواست کړی او سترې محکمې ورته يوه میاشت وخت ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG