لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ اؤ کم جونګ په ګډه اعلامیه لاسلیکونه وکړل


دامریکا دصدر ډانلد ټرمپ اؤ د شمالي کوریا د مشر کم جونګ لیدنه په یوه ګډه اعلامیه د لاسلیکونو کولو سره پایې ته رسیدلې ده خو دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ ویلي چې د شمالي کوریا سره یې غوره اړیکې جوړې شوي دي.

د امريکا صدر ډانلډ ټرمپ او د شمالي کوريا د مشر کِم جونګ اُن تاريخي ليدنه د سه شنبې په ورځ په سنګاپور کې شوې ده، دواړو يو بل له لاس ورکړي او خېر په خېر يې کړي دي.

د لیدنې نه وروسته دواړو مشرانو په یوه ګډه اعلامیه لاسلیکونه کړي خو امریکایي چارواکي وایي چې د اعلامیې جذئیات به وروسته مخې ته راوي
په اعلامیه د لاسلیکونو نه وروسته خبریالانو د دواړو مشرانو څخه غوښتلي چې د اعلامیې جذئیات ورته باید په ډاګه کړي خو دشمالي کوریا مشر کم جونګ خبریالانو ته یوازې دومره ویلي چې نړۍ به یو ستر بدلون وویني

صدر ټرمپ ویلي کم جونګ یو د ښه شخصیت څښتن ، بې کچه هوښیار اؤ خپل هیواد سره مینه لرونکی تن دی.

هغه ویليمونږ دواړو خپلو کې یوه ښکلې ورځ وویسته ، په یو،بل مو ځانونه پوهه کړل اؤ د خپلو ،خپلو هیوادونو په اړوند مو یو بل سره خبرې وکړې

صدر ټرمپ خبریالانو ته ویلي د لیدنو دا لړۍ به راتلونکي کې هم دوام ولري

له دې وړاندې دامریکا د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي مائیک پومپیو سینګار پور کې د صدر ډانلډ ټرمپ اؤ دشمالي کوریا دمشر کم جونګ ترمینځ دلیدنې په اړوند ویلي وؤ چې امریکا شمالي کوریا ته دخپلو اټومي وسلو نه په تیریدلو د یو بیل رقم (منفرد) امنیت‌ورکولو ضمانت ورکولی شي.

د امریکا دبهرنیو چارو وزیر مائیک پومپیو پخپل بیان کې د امریکا دریځ روښانه کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې امریکایي چارواکي غواړي شمالي کوریا دې په بشپړ ډول د اتومي وسلو څخه پاکه وي اؤ ددې په بدل کې به واشنګټن دغه هیواد ته بیلابیل اؤ ځانګړي ضمانتونه ورکوي.

دبهرنیو چارو وزیر ددغو ضمانتونو خبره زیاته نه ده روښانه کړې خو ویلي یې دي چې شمالي کوریا دهاغو۲۸۰۰۰ امریکایي پوځیانو د ویستلو غوښتنه کړې چې په جنوبي کوریا کې ځائ پخائ دي اؤ مقصد یې د جنوبي کوریا د خپل همسایه هیواد څخه ژغورنه ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG