لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فرحت الله بابر: په پاکستان کې حکومت شته خو بېواکه دی مېډیا شته خو ازاده نه ده


په اسلام اباد کې رسنیو ته د خطرونو او د بیان د ازادۍ په اړه یو ورځنی سېمینار شوی چې ویناوالو یې په پاکستان کې د رسنیو پر ازادۍ د بندیزونو په اړه اندېښنې څرګندې کړې او ویلي یې دي په دې هېواد کې تر عامو انتخاباتو مخکې پوځي بغاوت شوی خو څوک یې نه ويني.

په پاکستان کې د خبریالانو د مرکزي تنظیم فیډرل یونین او آف جرنلسټ له خوا را بلل شوي سېمینار ته په وینا کې د پيپلز ګوند پخواني سنېټر فرحت الله بابر ویلي، په پاکستان کې حکومت شته خو بېواکه دی، مېډیا شته خو ازاده نه ده:

"د سِول حکومت په ضد یوه کودتا شوې ده او په غلي ډول شوې چې څوک ترې خبر نه شي او دا بغاوت تر تېرو وختونو بېخي جلا دی. بل دا چې صحافت ته ازادي شته، رسنۍ ازادې ښکاري خو ازادې نه دي".

فرحت الله بابر وایي په پاکستان کې نه یواځې پر چاپي او الیکټرانیک مېډیا بندیزونه دي بلکې خلک د ټولنیزو رسنیو له لارې هم په ازده توګه خپل نظر نه شي ورکولای. بابر وایي نه یواځې ریاستي ادارې د خلکو د رایې د اظهار په مخ کې خنډ دي، بلکې غیرریاستي عناصر او د رسنیو مالکان هم دا کار کوي.

د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن په سېمینار کې ویلي، چې په پاکستان کې تر ټولو زیات تنقید پر سیاستوالو کېږي، خو وایي که پر نورو ادارو څوک تنقید کوي نو بیا ورباندې د عدالت د سپکاوي تورونه لګېږي. مولانا فضل الرحمن وایي:

"په پارلمان کې مې دا پوښتنه کړې وه چې د احتساب ادارې د درغلۍ او رشوت تر ټولو زیاتې پیسې له چا- چا تر لاسه کړې وې، نو ځواب راغی چې تر ټولو زیاتې پیسې له پوځي جنرلانو، دویم نمبر له بېروکرېټانو او درېیم له سیاستوالو تر لاسه شوې وې خو تنقید یواځې پر سیاستوالو کېږي".

مولانا فضل الرحمن وایي د پوځ احترام کوي خو وایي که پوځ او عدلیه په سیاست کې لاسوهنه کوي، نو تنقید به ورباندې ضرور کېږي:

"ریاست محترم دی خو اوسېدونکی یې محترم نه دی او یواځې هغه اوسېدونکی یې محترم دی چې ډنډه یې په لاس کې ده. پوځ دی د ریاست او سرحدونو ساتنه کوي موږ یې احترام کوو خو جګړه هله پېښه شي چې دوی په سیاست کې قدم کښېږدي. له عدلیې پرته ملک نه شي چلېدای خو که قاضي سیاستوال شي نو څه به کېږي".

د پاکستاني پوځ ویاند مېجر جنرل آصف غفور یوه اوونۍ وړاندې په خپله خبري غونډه کې په څرګنده ویلي وو، د هغو خبریالانو څارنه کوي چې پر پوځ تنقید کوي. د پوځ د ویاند دا خبره د پاکستان خبریالانو غندلې وه او دې خبرې یو ځل بیا په پاکستان کې د بیان د ازادۍ په اړه اندېښنې پیدا کړې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG