لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستاني پوځ ویاند آصف غفور ولې په پښتو ژبه ټویټونه پیل کړي دي؟


د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل آصف غفور په دې وروستیو کې له انګرېزي ژبې سره سره په پښتو ژبه هم ټویټونه پیل کړي دي. کابل ته د پوځ د مشر جنرل قمر جاوید باجوه د سفر په اړه ښاغلي آصف غفور د انګرېزي په شمول خپل وروستی پوسټ په پښتو هم کړی. هغه لیکلي:

"د پاکستان د فوج مشر ارمي چیف له افغانستان اولسمشر اشرف غني په خصوصي توګه دعوت ورکړی دی۔ پاکستان خواهش لري چې د افغانستان او امریکا / نیتو د افغان امن دپاره کوششونه کامیاب شي"۔

له دې وړاندې هم ښاغلي آصف غفور پر خپل شخصي ټویټر په انګرېزي او پښتو ژبو یو بل ټویټ کړی وو، چې پکې یې له بنګله دېش لوبډلې افغان لوبډلې ته د لوبې د ګټلو مبارکي ویلې وه. د آصف غفور هغه پښتو ټویټ په دې ډول وو:

"د افغانستان کرکټ ټیم ته د بنګله دیش خلاف سیریز ګټلو باندې مبارکي وایو د بنګله دیش ټيم هم ښه لوبه وکړه".

د دې ټویټ په ځواب کې د افغان کرکټ بورډ مشر عاطف مشال د ښاغلي آصف غفور مننه کړې وه، چې په ټولنیزو رسنیو کې افغانانو ورباندې سخت غبرګون ښودلی وو، خو د پاکستان خلکو ورته مثبت عکس العمل څرګند کړی.

د عاصم خان په نوم یوه ځوان په اردو ژبه ورته لیکلي: "موږ تاته په پښتو لیکلو مبارکي وایو".

د عاطف ساحر جهانګیر په نوم یو تن ورته لیکلي: "که دا ټویټ منظور پښتین کړی وای غدار به بلل کېدای".

د محسن حلیم په نوم یو ځوان بیا لیکلي: "خدای دې وکړي چې افغانان دا ټویټ د مینې پیغام وګڼي".

له تېرو څو میاشتو چې په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو پر پاکستاني پوځ تنقیدونه پیل کړي، د پوځ ویاند مېجر جنرل آصف غفور په پښتو ژبه ټویټونه پیل کړي چې ډېرو خلکو یې هرکلی کړی خو ګڼ شمېر نورو ورباندې نیوکې کړې دي.

د آصف غفور ټویټ ته ډېرو کسانو لیکلي چې دا د منظور پښتین او د هغه د ملګرو د مبارزې برکت دی. د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه غړي شهباز خان ستوریاڼي هم د ټویټ په ځواب کې لیکلي:

"دا په تېرو اویا کلونو کې د یوه پاکستاني چارواکي لومړی پښتو ټویټ دی. زه فکر کوم او زه باید د پي ټي ایم مننه وکړم او ستا [آصف غفور] هم چې په دې پوه شوې".

که څه هم پر ټولنیزو رسنیو د پاکستاني پوځ د ویاند پښتو ټویټونو ته ګډ عکس العملونه ښودل شوي دي، خو پښتانه وایي چې پښتو ژبې ته د پاکستان ریاست تل ډېر سپک کتلي او نه یواځې یې د تعلیم ژبه نه ګرځوي، بلکې په سرکاري او غیرسرکاري مېډیا کې هم ورته د پام وړ ځای نه ورکوي.

پښتانه وایي په پاکستان کې د دوی ابادي لږ تر لږه پینځوس میلینه ده، چې د هېواد په ټولو صوبو کې مېشت دي او څېره یې په ګرد پاکستان کې لیدل کېږي، همدارنګه پښتو ژبه د دې هېواد دویمه لویه ژبه ده، خو وایي ریاست یې تر اوسه ژبه او شناخت دواړه نه دي تسلیم کړي.

XS
SM
MD
LG