لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان او افغانستان په پوله ازغن تار د دواړو غاړو د خلکو دپاره نا د ترهګرو دپاره لګول کيږي، جنرال باجوه


د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه ويلي پاکستان او افغانستان چې په وروستيو کې د سولې او ثبات په عملي پلان موافقه شوي دي د دې نه تمه کيږي چې دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ نوره همکاري او همغږي رامنځته کړي.

جنرال باجوه د پاکستان او افغانستان ترمنځ په پوله د پاکستان لخوا د ازغن تار لګولو په اړوند ويلي دي، دا د ترهګرو د څارنې دپاره لګول کیږي نه چې د دواړو غاړو د خلکو دپاره خنډ جوړولی شي.

د پاکستان د پوځ مشر پرون د نهې، سه شنبې په ورځ د کابل سفر کړی، افغان ولسمشر اشرف غني، اجرائي رئيس عبدالله عبدالله او په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو مشر جنرال جان نيکلسن سره یې ليدلي دي.

نوموړي د اشرف غني سره په خبرو کې افغان چارواکو ته په ځانګړي ډول د روژې په مبارکه مياشت او اختر کې د امن دپاره پورته کړو ګامونو باندې اومبارکي ورکړې ده چې دا ګامونه به د سولې په برخه کې لاسته راوړنو ته نوره لار هواره کړي.

افغان ولسمشر اشرف غني د تېر زيارت، پنجشنبې په ورځ د روژې د ۲۷م نه د وړوکي اختر د پينځمې پورې د يو اړخيز اوربند اعلان کړی ؤ.

او بيا طالبانو هم د شنبې په ورځ د اختر په درېو ورځو کې دافغان ځواکونو په ضد د اوربند اعلان کړی دی.

افغان ولسمشر د طالبانو د اوربند د اعلان په غبرګون کې ويلي، مونږ نه يوازې د دې بلکې د هر هغه اقدام چې د وينې د بهېدو مخنيوی کوي، هر کلی کوو.

د پاکستان د پوځ ترمخه جنرال باجوه، اشرف غني سره په ډېرو مسلو بحث کړی او په ځانګړي ډول په افغانستان کې د روغې جوړې په روانو هڅو، د داعش په زياتوالي او اوږده پوله چې ترهګر ترې ګټې پورته کوي، قاچاق او نشه يې توکي پرې اړول کيږي، د دې دپاره د اړينو اقداماتو په سر ورسره غږېدلی دی.

ارګ د دغه ليدنې په اړوند په خپل لنډ بيان کې هم ویلي چې " په دغه کتنه کې "د سولې او پيوستون لپاره د افغانستان ـ پاکستان د عمل پلان” د تطبیق او اجرايي کېدو، تروریزم سره پر مبارزې، د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې په مذاکراتو او د کړکېچ په کموالي تفصيلي بحث وشو".

جنرال باجوه په دې خبره زور راوستی چې سوله او پرمختګ د يو هېواد نا بلکې د سيمې دپاره ضروري ده.

د پوځ مشر ویلي په پاکستان کې دننه د سولې او ثبات راوستو وروستو اوس هڅې روانې دي چې تمرکز يې په ټولنيزه اقتصادي پرمختيا دی د کومې لارې چې سوله او ثبات پله وي.

جنرال باجوه په افغانستان کې د امریکا او قاطع ماموریت د ملاتړ ځواکونو د مشر جنرال نيکلسن سره په ليدنه کې ويلي پاکستان غواړي چې د امريکا او نېټو ځواکونه په افغانستان کې بريالي شي او سوله ييز او باثباته افغانستان پرېږدي.

د جنرال باجوه سره د افغانستان په سفر او ليدنه کې د ايي اېس ايي مشر او افغانستان کې د پاکستان د سفير ترڅنګ نور لوړ پوړي چارواکي شامل وو.

اشرف غني سره د خبرو په مهال د افغانستان د ملي امنیت مشر، وزیران او لوړي پوړي چارواکي د هغه سره مل وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG