لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې شکمنې تندروه ډلې ته دسیاسي ګوند په توګه رجسټریشن نه دی ورکړل شوی


په پاکستان کې دټولټانکنو کمیسیون دتندروه مذهبي فکر لرونکي ګوند ملي مسلم لیګ د رجسټرډ کیدو خواست یوځل بیا رد کړی چې له دې وروسته دغه ګوند په ټولټاکنو کې دبرخې اخستو جوګه نه دی پاتې شوی .

د پاکستان دیو شمیر سیاسي ګوندونو مرکزي غړو او مشرانو په اسلام اباد کې د انتخابي کمیشن مشر یا چیف الیکشن کمشنر نه غوښتنه کړې وه چې غیر قانوني تنظیمونو او د دوي په غړو دې په راروانو ټولټاکنو کې په برخه اخستو بندیز ولګوي.

په ملي مسلم لیګ شکونه کیږي چې دا هم دممبۍ بریدونو کې دتورن حافظ سعید تندروه ډله جماعت الدعوه ده خو په دغه ډله د بندیز لګیدلو نه وروسته اوس دوئ غواړي چې د ملي مسلم لیګ نوم دلارې ځانته دفعالیت لاره هواره کړي.

له دې وړاندې هم دټولټاکنو کمیسون د ملي مسلم لیګ د رجسټریشن خواست رد کړی ؤ چې دهغې په ضد دغه ګوند داسلام اباد هائیکورټ دروازه وهلې وه اؤ محکمې د روان کال په اتم مارج د ټولټاکنو د کمیسون پریکړه لغوه اعلان کړې اؤ دټولټاکنو کمیسون ته یې امر کړی ؤ چې په دې معامله بیا دسره غور وکړي.

د ټولټاکنو کمیسون ته د ملي مسلم لیګ وکیل پخپلو دلائیلو کې ویلي وؤ چې دپاکستان هر هغه وکړی چې سرکاري نوکر نه وي ځانله سیاسي ګوند جوړولی شي،

هغه دا هم ویلي وؤ چې څوک هم له دې وړاندې دا نه شي ویلی چې ګنې کوم سیاسي ګوند به راتلونکي کې کوم ناچله ګرځول شوي تنظیم سره اړیکې وساتي.

هغه محکمې ته ویلي چې د ملي مسلم لیګ ګوند مشر سیف الله خالد د حافظ سعید سره هیڅ تړاؤ نه لري خو هند نه غواړي چې دا ګوند دې رجسټرډ شي نو ځکه یې مخې ته خنډان پیدا کولی شي.

دملي مسلم لیګ د وکیل له دلائیلو اوریدو وروسته د ټولټاکنو کمیسون د وړاندې څخه خپله خوندي کړې پریکړې نن اورولې چې پکې یې ددغه ګوند د رجسټریشن په هکله خواست یو ځل بیا رد کړی دی.

د روانې میاشتې په پیل کې د پاکستان لویو سیاسي ګوندونو لکه مسلم لیګ(ن)، پیپلز پارټي، تحریک انصاف ، عوامي نېشنل پارټي، متحده مجلس عمل، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او قامي وطن پارټۍ په شمول یو شمیر نورو سیاسي ګوندونو غړو دغه د ټولټاکنو دکمیسون مشر سردار رضا سره لیدلي وؤ اؤ هغه نه یې غوښتنه کړې وه چې تند روه ډلې باید انتخاباتو کې برخې اخستو ته پرې نه ږدي.

سږکال د اپریل په میاشت کې د امریکا خارجه وزارت لخوا خپور شوي یو بیان کې ویل شوي وؤ چې د پاکستان دننه جوړې دوه ډلې ملي مسلم لیګ او تحریک ازادي کشمیر په دغه هیواد کې د وړاندې نه دفعاله ترهګرې ډلې لشکر طیبه ذیلي ډلې دي او د دغو نامې يې هم د خارجي ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل کړي.

په کال ۱۹۸۰م کې جوړې شوې ترهګرې ډلې لشکر طیبه تور دی چې په نومبر کال ۲۰۰۸م کې يې د هندوستان په ممبۍ ښار ترهګر بریدونه ترسره کړي وو. په دغه بریدونو کې ۱۶۶ بې ګناه کسان وژل شوي وو چې پکې شپږ امریکایان هم وو

د امریکا خارجه وزارت په کال ۲۰۰۱ کې لشکر طیبه ګوند د خارجي ترهګرو (اېف ټي او) په نوملړ یا فهرست کې شامل کړه او د دغې ګوند مشر حافظ سعید يې هم د نړیوالو ترهګرو په نوملړ کې شامل کړی وو.

په تیرو څو کلونو کې بیا لشکر طیبه د نړیوالو بندیزونو نه د ځان بچ کولو لپاره خپله نامه څو څو وارې بدل کړې.

په جنورۍ کال ۲۰۱۷م کې دغه ګوند خپل فعالیتونه د تحریک ازادي کشمیر په نامه پیل کړل او په دغې نامه يې ترهګرو فعالیتونو ته دوام ورکړو.

د تیرکال اګست په میاشت کې بیا د لشکر طیبه مشر حافظ سعید د ملي مسلم لیګ په نامه یو سیاسي ګوند اعلان کړو او د دغې ګوند کسانو په ښکاره په انتخابي جلسو کې د حافظ سعید په حق کې بېنرې نېولې وې او کتابچې يې هم ویشلې.

XS
SM
MD
LG