لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان صدارتي ماڼۍ:دپاکستان اؤ افغانستان دعمل پلان به تطبیق کیږي


د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي دپاکستان دپوځ دمشرجنرال قمرجاید باجوه اؤ افغان ولسمشر ښاغلي اشرف غني ترمینځ چې دتیرې ورځې لیدنه کې د دواړو هیوادونو دعمل پلان باندې کومې خبرې شوي هغه ګټورې دي اؤ دغه پلان به تطبیق کیږي.

د ولسمشر اشرف غني مرستیالې ویاندې درانۍ وزیري وائس اف امریکه ډیوه سره په خبرو کې ویلي "افغانستان ته دښاغلي باجوه دشوي سفر هدف دعمل پلان دپلي کیدو په خاطر ؤ چې په دغه پلان کې ترهګرۍ سره مبارزه ،دتاوتریخوالي راکمول ،دسولې په برخه کې دهمکارۍ او یو شمیر نورې مهمې خبرې شامل دي "

نوموړې زیاته کړه له دې وروسته به دسولې دعمل پلان دافغانستان اوپاکستان د حکومتونو ترمنځ پلي کیږي او د یاد پلان دعملي کیدو لپاره دپاکستان لوی درستیز جنرال قمرجاوید باجوه ژمنه هم کړې ده.

دپاکستان دپوځ مشرجنرال قمرجاوید باجوه دسه شنبې په ورځ په داسې حال کې دعمل پلان د پلي کیدو په خاطر په کابل کې له افغان مشرانو سره خبرې وکړې چې په دې وروستیو کې دافغانستان دملي امنیت دشورا مشر حنیف اتمر هم اسلام اباد ته په خپل سفر کې دپاکستان له حکومتي مشرانو سره دهمدې عمل پلان په تړاو خبرې کړې وې.

دارګ چارواکو ویلي دسولې عمل پلان دا مهال دکاغذ پرمخ لیکل شوی او که یاد پلان عملي شي دافغانستان اوپاکستان ترمنځ بنیادي ستونزې به هوارې شي.

دواړو هیوادونو ژمنه کړې چې دا پلان به عملی کوي خو تردې دمه یې یوازې دعملي کیدو لپاره هئیتونو سفرونه کړي خو دپلي کیدلو څرک یې نه لیدل کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG