لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایا پاکستان کې به لکه د روژې اختر هم په یوه ورځ وشي ؟


په پاکستان کې د شوال یا وړوکي اختر دمیاشتې لیدلو دپاره سباله د میاشت لیدنې د دولتي کمیټې غونډه کیښیني خو د موسمیاتو محکمې ویلي چې سبا په پاکستان کې د میاشتې په نظر د راتلو ډیر لږ امکانات دي.

د میاشت لیدنې دولتي کمیټې د شورو په ورځ خپل یو بیان کې ویلي چې سبا دماښام د نمونځ نه وروسته به دشوال دمیاشتې لیدلو دپاره په کراچۍ کې د موسمیاتو د محکمې په دفتر کې خپله غونډه کوي .

رویت هلال یا دمیاشت لیدنې مرکزي کمیټې ویلي د ګرد هیواد په سیمه ییزو دفترونو کې به هم د میاشت لیدنې ځایی کمیټۍ غوندې کوي اؤ هر څوک چې میاشت وویني باید دهغه اطلاع مرکزي یا سیمه ییزو کمیټیو ته ورکړي.

بل لوري ته د موسمیاتو محکمې ویلي چې په ۲۹م رمضان د شوال د میاشتې دلیدلو امکانات ډیر لږ دي.

د موسمیاتو دمحکمې ډائریکټر عبدالرشید ویلي د شوال میاشت به په ۱۴م جون د شپې شاوخوا ۱۲بجې پیدا کیږي اؤ د ۱۴م جون تر ماښامه به یې عمر ۱۹ساعته اؤ ۳ دقې وي چې دنمر پرتوتو څخه وروسته تر۳۹ دقیقو یې د لیدنې سم وخت دی.

دموسمیاتو دمحکمې مشر رسنیو ته ویلي چې په ۱۴جون به پاکستان کې چرته په اسمان وریځې خورې وي اؤ چرته به شین وي ، کراچۍ کې به د میاشتې عمر ۱۹ساعته اؤ۲۳ دقیقې وي ځکه نو په ۲۹م رمضان داسې نه بریښي چې میاشت به ولیدل شي.

په پاکستان کې هرکال د روژې اؤ اختر دمیاشتو لیدلو په سر اختلافونه رامینځته کیږي خو سږکال اولس اؤ دولت د سعودي عرب اؤ نورې اسلامي نړۍ سره په یوه ورځ نیولې ده ایا اوس به وکتل شي چې که دولتي کمیټه د میاشت لیدنې اعلان ونه کړي اؤ دعلماؤ شخصي کمیټې دخلکو دشهادتونو په اساس پخپل سر د میاشت لیدنې اعلان وکړي نو اختر به یو ځل بیا په بیلا بیلو ورځو وویشل شي که نا حکومت به د شخصي کمیټیو داعلان مخه ونیسي؟

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG