د متحده عرب اماراتو حکومت د شاهي بخښنې لاندې ۴۴۲ بندي پاکستانيان هم خوشې کړی شوي دي.
د خليج ټايمز ترمخه د شورو، چهارشنبې په ورځ د متحده عرب اماراتو حکومت د روژې د مياشتې په خاطر دغه اعلان کړی او ۲۰۰۰ بنديانو ته يې معافيت کړی په دغو کې ۴۴۲ پاکستاني هم شامل دي.
په دوبۍ کې د پاکستان قونصلګرۍ لخوا په دغو راخوشي کړی شوؤ بنديانو کې ۳۵۰ ته هېواد ته په راستونولو کې مرسته ورکړل شوې او سفري اسناتياوې هم ورته برابر کړې شوي دي.
په دوبۍ کې د پاکستانيانو د يوې اتحادیې لخوا هم ۷۵ بنديانو ته د واپسۍ اسنتياوې برابر کړی شوي دي.
د پاکستان قونصلګرۍ د يو ای اي حکومت دا معافي نامه ستايلې او د بنديانو د خپلو کورنيو سره په اختر نمانځلو خوشحالي څرګنده کړې ده.
په دغو بنديانو کې يو ۴۱ کلن ډرائيور هم ؤ چې د وټس اېپ د لارې پرې د نشه يي موادو د مشهورتيا تور لګول شوی ؤ.