لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هیواد ته دستنېدلو په اړوند پرویز مشرف دسترې محکمې امر ونه منلو


دپاکستان د سترې محکمې د امر باوجود ددغه هیواد پخوانی پوځي واکمن جنرال(ر)پرویز مشرف نن د پنجشنبې په ورځ هیواد ته نه دی ستون شوی چې له دې وروسته هغه په ټولټاکنو کې دبرخې اخستو وړ نه دی پاتې شوی.

دسترې محکمې مشر قاضي ښاغلي ثاقب نثار تیره ورځ د پرویز مشرف دخواست اوریدنې په مهال پخواني پوځي امر ښاغلي مشرف ته مهلت ورکړی ؤ چې باید د پنجشنبې د ماسپښین پورې هیواد ته راوګرځي ګنې بیا به محکمه د قانون مطابق پرېکړه وکړي.

په پخواني پوځي امر جنرال مشرف دائین ماتولو، دججانو دبندي کولو اؤ د بلوڅ سیاسي مشر اکبر بګټي د وژنې ترڅنګ یو شمیر مقدمې دپاکستان په محکمو کې روانې دي خو هغه دا مهال د متحده عرب امارات په دوبۍ کې میشته دی .

دپېښور ایالتي محکمې پرویز مشرف ټولټاکنو کې د برخې اخستو دپاره نااهله ګرځولې خو پرویز مشرف غواړي چې سږکال کیدونکو ټولټاکنو کې برخه واخلي اؤ ددغه غرض دپاره یې سترې محکمې ته خواست کړی دی.

دسترې محکمې مشر قاضي روانه اوونۍ ددغه خواست د اوریدنې په یوه موقعه ویلي وؤ چې که پرویز مشرف هیواد ته راستون شو نو محکمې ته تر وړاندې کیدلو به نه نیول کیږي اؤ هغه ته یې ټولټاکنو کې دبرخې اخستو اجازه عدالت ته دمخ کیدلو سره تړلې وه.

خو نن چې د سترې محکمې لخوا د ورکړل شوي مهلت په پایې رسیدلو هم پرویز مشرف هیواد ته راستون نه شو نو محکمې د هغه ټولټاکنو کې د نوماندکیدلو د کاغذونو منل کیدلو په اړوند خپل امر بیرته واخستلو اؤ ددغه دوسیې اوریدنه یې تر نامعلومې مودې وځنډؤله چې له دې وروسته پرویز مشرف ټولټاکنو کې د برخې اخستو وړ نه دی پاتې شوی.

تیره ورځ ددغه خواست د اوریدنې په مهال مشر قاضي په پرویز مشرف ډیر طنزونه هم کړي وؤ اؤ ویلي یې وؤ‌ “ پرویز مشرف چې کمانډو دی خو رادې شي اؤ خلکو ته دې وښایي‌، دسیاستمدارانو په څیر د درځم،درځم چغې څله وهي”

د پرویز مشرف د وکیل ددې دلیل په جواب کې چې پرویز مشرف محکمې ته مخ کیدل غواړي خو هغه ته تحفظ پکار د ی مشر قاضي ویلي وؤ‌ “پرویز مشرف دڅه خبرې تحفظ غواړي ، هغه له څه ویریږي؟ دومره لویې کمانډو دومره ډیر څنګه ویریدلی شي؟ مشرف خو به ویل چې زه څو کرته له مرګه ژوندی وتلی یم خو هیڅکله مې ویره نه ده کړې”

XS
SM
MD
LG