لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایمنیسټي انټرنېشنل: د اډیاله زندان ۳۷ بنديان دې دستي او بې شرطه خوشي کړل شي


د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنیسټي انټرنېشنل د پاکستاني چارواکو له خوا په دې هېواد کې د بشري حقونو د مدافعینو، مدني فعالانو او خبریالانو پر نیولو اندېښنه څرګنده کړې او غوښتنه یې کړې چې د هغوی بشري حقونو ته په پام سره دې نور نه نیول کېږي.

سازمان په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ۳۷ پښتنو فعالانو بندي کول غندلي، چې وایي د غیرعدالتي وژنو، جبري بې درکۍ او نورو بشرضد اعمالو په خلاف یې پرامنه احتجاج کاوه.

د جنوبي اېشیا لپاره د ایمنیسټي انټرنېشنل مرستیالې مشرې دینوشیکا دیسانایاکي له پاکستاني چارواکو غوښتنه کړې چې دغه کسان دې سمدستي خوشي کړي:

"پرامنه احتجاج له نړیوال بشري قانون او د پاکستان له آیین سره سم د هر چا حق دی. د بغاوت تور په دې پرمختللې او بشري حقونو ته په درناوي لرونکې زمانه کې ځای نه لري. د پرامنه زده کوونکو مقدمه باید په ترهګرۍ ضد عدالت کې ونه چلېږي، دوی باید سمدستي او بې له کوم شرطه خوشي کړل شي".

ایمنیسټي د زیارت- پنجشنبې په ورځ په خپل تازه خپاره کړي رپوټ کې ویلي، په داسې وخت کې چې یوه نیمه میاشت وروسته په پاکستان کې عام انتخابات کېدونکي دي او د دې هېواد خلک به خپل نوم حکومت ټاکي، خو د ریاستي ادارو له خوا هلته پر سوله ییزو غونډو بریدونه، د بشري حقونو د مدافعینو تښتونې او د بیان پر ازادۍ بندیزونه پیل کړي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د لیکوالې او فعالې ګل بخاري پر تښتول کېدو هم اندېښنه څرګنده کړې، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړې ده او پر پاکستاني پوځ نیوکې کوي. مېرمن ګل د جون په ۶مه د یوه ټیلیویژن دفتر ته د تلو په وخت ناڅرګندو کسانو وتښتوله او څو ګنټې وروسته یې بیرته خوشې کړه. د ایمنیسټي مرستیاله مشره مېرمن دیسانایاکي وایي:

"په پاکستان کې د چارواکو له خوا په لارو کوڅو، په ټیلیویژن چېنلونو، د ورځپاڼو په کالمونو او ټولنیزو رسنیو کې بنیادي ازادۍ تر ناترسه بریدونو لاندې دي".

د پینډۍ په اډیاله زندان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر ۳۷ بندي ملاتړو لومړی د پاکستاني پوځ او ادارو په ضد د پاروونکو ویناوو په تور مقدمه درج شوې وه، خو د جون په ۱۳مه یې د هغوی په ضد د ترهګرۍ مقدمه هم درج کړه، چې اوس یې مقدمه په ترهګرۍ ضد عدالت کې چلېږي.

د وروستیو معلوماتو په اساس د اسلام اباد ترهګرۍ ضد عدالت قاضي نن د زیارت- پنجشنبې په ورځ د دغو ۳۷ بندیانو د مقدمې اورېدنې ته نه دی ورغلی او د هغوی ضمانت نه دی شوی. د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا تر لاسه شوي معلومات وایي چې که سبا د جمعې په ورځ په پاکستان کې اختر نه شو، نو د دغو کسانو د خوشي کېدو ضمانت به وشي خو که اختر شو نو د جون په ۲۰مه به یې بیا د مقدمې اورېدنه کېږي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG