نن د پېښور قاسم خان علي خان جومات کې د کوچني اختر یا شوال د میاشتې لیدو لپاره د دیني عالمانو غونډه وشوه، چې په پای کې یې د تر لاسه کړو شواهد په اساس سبا د کوچني اختر اعلان وکړ.
د قاسم علي خان جومات خطیب مولوي شهاب الدین پوپلزي د اختر د اعلان په وخت رسنیو ته وویل:
"په دې غونډه کې د شرعي شهادتونو په بنیاد په ګډه دا فیصله وشوه چې سبا د جمعې مبارکې په ورځ د جون په ۱۵مه به د شوال د میاشتې لومړۍ ورځ او کوچنی اختر وي".
مولوي پوپلزي رسنیو ته وویل چې د میاشتې لیدلو څورلس شهادتونه یې تر لاسه کړي دي.
خو بل لور ته په کراچۍ کې د پاکستان د میاشتې لیدلو سرکاري کمېټۍ یا رویت هلال اعلان کړی، چې د میاشتې لیدلو شواهد یې نه دي تر لاسه کړي او وایي چې اختر به د خالي- شنبې په ورځ د جون په ۱۶مه نېټه وي.
بل لور ته په شمالي وزیرستان کې هم د سبا ته د کوچني اختر اعلان شوی دی. ویل کېږي چې هلته د میاشتې لیدلو اته شهادتونه تر لاسه شوي دي.
په بنو کې هم د میاشتې لیدلو سرکاري کمېټۍ اختر اعلان کړی او وایي چې د میاشتې لیدلو دیارلس شهادتونه یې تر لاسه کړي دي.
په لکي مروت کې هم د میاشتې لیدلو کمېټۍ د ښځو په شمول د یوولسو کسانو شهادتونه تر لاسه کړي او سبا ته یې اختر اعلان کړی دی.
همدارنګه په سوابۍ، مردان، لنډي کوتل او ځینو نورو سیمو کې هم د کوچني اختر اعلان شوی، خو په سوات، مانسهره، جنوبي وزیرستان، ټانک او ډېره اسماعیل کې لا د اختر د اعلان په اړه څه نه دي ویل شوي.
د بلوچستان له اکثرو سیمو تر لاسه شوي خبرونه هم وایي چې هلته د میاشتې لیدلو کمېټیو شواهد نه دي تر لاسه کړي او کوچنی اختر به د جون په ۱۶مه لمانځي.
د یادونې وړ ده چې یواځې سږ کال روژه په پاکستان، افغانستان، سعودي او نوره نړۍ کې په یوه ورځ ونیول شوه، خو له اوږدو کلونو راهیسې په پاکستان کې د روژې او کوچني اختر د میاشتې لیدلو پر سر مخالفتونه وي او د هېواد په ځینو برخو کې روژه یا اختر وي او په ځینو کې نه وي.