دافغانستان اؤ هند د ټیسټ کرکټ د تاریخي سیالۍ په پیل کې دهندي لوبغاړو شیکهر دهاون اؤ مرلی وجی د د زړه پورې سلیزو له امله د هند لوبډلې د وړومبۍ ورځې دسیالۍ په وړومبي پړاؤ کې د شپږو لوبغاړو په سوزیدلو ۳۴۷مندې جوړې کړي دي.
دټیسټ کرکټ په تاریخ کې دا د افغانستان وړومبي سیالي ده اؤ افغان لوبډلې دنړۍ د ټیسټ کرکټ کوونکې ۱۲مې لوبډلې ویاړ ترلاسه کړی دی.
د پنجشنبې په ورځ دهند په بنګلور ښار کې پیل شوي دغه یوازینۍ ټیسټ سیالۍ کې د هندي لوبډلې سرپرست کپتان اجنګیا راهانی د پچې په ګټلو سره د وړومبي توپ وهنې پریکړه وکړه .
دهند لخوا وړومبی شیکهر هاون اؤ مرلی وجی توپ وهنې ته راووتل اؤ ۱۶۸منډې یې جوړې کړې.
دهاون د ۱۰۷منډو په جوړؤلو وتوانیدو خو وروسته د یامین احمدزئ په لاس وسوزیدو.
دهغه نه وروسته لوکیش راهول د مرلی وجی ملګرتیا ته راووتلو اؤ دواړو لوبغاړو د دوهم وکټ په ملتیا ۱۱۲ منډې جوړې کړې اؤ د خپلې لوبډلې منډې یې ۲۸۰ؤ ته ورسولې.
دچائیو ددمې نه وروسته د باران له امله لوبه ودریدله خو چې کله بیا پیل شوه نو هندي لوبډلې د یو لوبغاړي په سوزیدو ۲۶۴ منډې جوړې کړې وې ،
دهند ملی وجی د ۲۰۵ؤ منډو په جوړؤلو د افغان توپ اچوونکي وفادار په لاس د منډې جوړؤلو په مهال وسوزیدو.
له هغې وورسته یامین احمدزئ د لوکیش راهول په سوزؤلو بریالی شو چا چې ۵۴منډې جوړې کړې وې.
کله چې د هند منډې ۳۱۸ته ورسیدلې نو کپتان اجنکیا راهانی یوازې د لسو منډؤ په جوړؤلو وسوزیدو.
همدغه راز هندي لوبغاړی چتیشورپجارا هم د زیاتو منډو په جوړؤلو ونه توانیدلو اؤ د۳۵منډو جوړؤلو نه وروسته د مجیب الرحمان په لاس وسوزیدو.
له دې وورسته هردک پانډیا اؤ روي چندرن ایسون د ورځې تر پایي خپله هیڅ یوه وکټه غورځیدو ته ورنکړه اؤ اؤ دوړومبۍ ورځې د لوبې په مهال یې د شپږو لوبغاړو په سوزیدلو ټولې ۳۴۷مڼدې جوړې کړې.
دهند پانډیا په لسو اؤ ایشون د اوو منډو په جوړؤلو سره ناسوزیدلي پاتې دي .
دافغان لوبډلې یامین احمدزي دوه، وفادار،راشد خان اؤ مجیب الرحمان یو،یو لوبغاړی سوزولی دی