لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د سیند د وحشي ځناورو اداره پلټنه کوي چې شاهد اپریدی په کور کې زمری لري


د پاکستان د سیند ایالت د وحشي ځناورو د تحفظ ادارې د جمعې په ورځ اعلان کړی، چې د کرکټ د نامتو لوبغاړي شاهد اپریدي په کور کې د یوه زمري د شتون په اړه پلټنې کوي، چې وایي په ځنځیرونو تړلی دی.

د مطبوعاتي رپورټونو تر مخه شاهد اپریدي څو ورځې وړاندې په ټولنیزو رسنیو باندې د زمري عکسونه شریک کړي وو.

د تېر خالي- شنبې په ورځ اپریدي د "د کورنۍ لپاره وخت" په نوم عکسونه پر خپل ټویټر اکاونټ شریک کړي ول. شاهد اپریدي لیکلې وو:

"له خپلو عزیزانو سره وخت تېرول خوند کوي. ډېر ښه احساس لرم چې زما لور، زما په کرکټ کې د ویکټ اخیستو په وخت د خوشحالۍ نقل کوي او نه دي هیرول پکار چې د ځناورو خیال وساتل شي، دوی هم زمونږ د مینې او پاملرنې مستحق دي".

رپورټونه زیاتوي د سیند ایالت د وحشي ځناورو ژوند ژغورونکي تاج محمد شیخ، چې د پېښې د پلټنو امر یې جاري کړی وايي، تحقیقات به د اختر له رخصتیو پس سر ته رسوي او گوري به چې کوم مناسب گام واخلي.

شاهد اپریدي تر سخت مخالفت او نیوکو وروستو په خپله صفایۍ کې ویلي، چې دغه زمری د هغه نه دی او مالک یې د ده یو ملگری دی چې هغه د دې ځناور د ساتنې قانوني جواز هم لري.

اته ویشت کلن اپریدی زیاتوي دغه زمری د ده ملگري د څو ساعتونو لپاره د ده کور ته وروستلی وو، چې د حفاظت په خاطر دوی په ځنځیرونو تړلی ساتلی وو.

تاج محمد شیخ هم تاییدوي چې د زمري مالک شاهد اپریدی نه بلکې د حسن حسېن په نوم یو بل سړی دی، خو زیاتوي د دوی اداره به بیا هم په دې اړه خپل تحقیقات پوره کوي.

XS
SM
MD
LG