د امريکې صدر ډانلډ ټرمپ د ګل، دوشنبې په ورځ ويلي په غېر قانونه توګه د امريکا په پوله د راوړېدونکو مهاجرينو ميندو پلارانو څخه د هغوي بچي جدا کول "د افسوس" وړ عمل دی خو نوموړي د مهاجرينو په اړوند پاليسۍ کې د بدلون هيڅ اشاره نه ده ورکړې.
ټرمپ ويلي، "د پولې پرته ملک، ملک نه پاتې کيږي، مونږ د خپل وطن امنيت او خونديتوب غواړو او ملک د پولې څخه شورو کيږي".
صدر ټرمپ ویلي امریکا به د "مهاجرينو کېمپ" جوړ نه شي، هغه ويلي "زما په موجودګۍ کې به داسې ونه شي".
امريکايي صدر د اېمګرېشن پاليسيانو په لړ کې د ځنډ مسؤل د مخالفه ډلې ډېموکرېټک ګوند قانون جوړؤنکي ګرځولي دي، خو د ټرمپ د ريپلکن ګوند کانګرس دواړه اېوانونه قابو کوي او د کورنيو په اړوند د پولې پاليسۍ د هغه انتظاميه جوړوي.
ټرمپ ويلي "زه په سختۍ سره وايم چې دا د ډېموکرېټس قصور دی".
هغه زیاته کړې چې د پولې د پاليسۍ په سمدستي ډول انتظام کېدی شي که چرته ډېموکرېټس د ريپبلکن سره خبرو ته کښېني څوک چې د مهاجرينو په مسله وېشلي دي.
ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې په وېنا کې د مهاجرينو د پاليسۍ په اړوند دغه خبرې کړي دي.
دا په داسې حال کې چې د اپرېل د نيمايۍ څخه د مې د وروستيو پورې په غېر قانونه توګه راتلونکو مهاجرينو کورنۍ ګډې وډې شوي او نزدې ۲۰۰۰ ماشومانو يې د بند مرکزونو ته لېږل شوي دي.