لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: د طالبانو د اوربند ختمېدو وروستو په نښتو کې مرګ ژوبلې رامنځته شوي


د طالبانو لخوا د اوربند د ختمېدو وروستو د افغانستان په کندز او ننګرهار کې تېره شپه د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې شوي او مرګ ژوبلې پکې رامنځته شوي دي.

د افغان رسنيو ترمخه د ګل او نهې په منځنۍ شپه کې په کندز کې طالبانو په امنيتي پوستو بريد کړی او څلور امنيتي سرتيري يې وژلي دي.

د طلوع نيوز ترمخه چارواکو ويلي د کندزپه دشت ارچي ولسوالۍ کې په امنيتي پوسته بريد کې لږ تر لږه اووه طالب وسله وال وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي دي.

چارواکو ويلی په بريد کې دوه د ملي اردو او دوه ځايي پوليس وژل شوي دي.

بل لور ته چارواکو ويلي د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د طالبانو په بريد کې دوه سرحدي پوليس او نښته کې پينځه طالبان وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند د بريد، نښتې او مرګ ژوبلو پخلی کړی دی.

د ځايي ميډيا ترمخه طالبانو په دغه نښته کې د زياتو دولتي سرتېرو د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.

طالبان زیاتره په بريدونو او نښتو کې د زياتو مرګ ژوبلو ادعاوې کوي.

افغانستان کې طالبانو د وړوکي اختر په موقع د درېو ورځو اوربند اعلان کړی ؤ کوم چې د اتوار، دوشنبې په ورځ پای ته رسېدلی دی.

بل لور ته افغان حکومت د نورو لسو ورځو پورې د اوربند غځولو اعلان کړی دی.

د افغان دولت او طالبانو لخوا اوربند په نړيوال کچ ستايل شوی او هرکلی يې شوی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG