لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چترال:دکیلاشیانو یوه بله کورنۍ دخپل مذهب نه اسلام ته اوښتې ده


دچترال په دریوؤ کلیو کې میشت دپخوانی یونان نسلو دا لرغونی تهذیب( کیلاش ) په دې وروستیو کې  ډیر په چټکتیا سره له مینځه ځي اؤ اوس ددغه تهذیب د منونکو شمیره د څلورو زرو نه هم راټیټه شوې ده.

دپښتونخوا په چترال سیمه کې د لږکیو لرغونې تهذیب کیلاش یوه بله کورنۍ د کوچني اختر په موقعه دخپل مذهب څخه اوښتې اؤ د دسیمې د یو لویې ملا په لاس یې اسلام قبول کړی دی.

دچترال په دریوؤ کلیو کې میشت دپخوانی یونان نسلو دا لرغونی تهذیب( کیلاش ) په دې وروستیو کې ډیر په چټکتیا سره له مینځه ځي اؤ اوس ددغه تهذیب د منونکو شمیره د څلورو زرو نه هم راټیټه شوې ده.

په پاکستان کې د بشري حقونو ملي کمیسیون اندېښنه څرګنده کړېده چې په دغه هېواد کې د کیلاش په نامه د لږکیو قبیله د مذهب بدلولو او د ښه ژوند په هیله له مسلمانانو سره ددغې قبیلې د جونو د واده کولو له امله د ختمېدو له ګواښ سره مخ ده.

دسیمې څخه سرچینو وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي چې په روان کوچني اختر د کیلاش قبیلې سره تعلق لرونکي صاحب زاده اؤ د هغه نورې کورنۍ خپل مذهب پرېښی اؤ اسلام ته داخل شوی دي.

دصاحب زاده په کور کې د هغه ترڅنګ میرمن یې ، درې لوڼه اؤ یو زوئ ژوند کوي اؤ سرچینې وایي چې دغو شپږو واړو کسانو د چترال په ایون سیمه کې داختر په موقعه د سیمې د جامع جومات د ملا کمال الدین په لاس اسلام قبول کړی دی.

داسلام قبلولو وروسته د سیمې خلکو هغوئ ته مبارکۍ ویلي اؤ د ګلونو هارونه یې هم وراچولي دي

له دې وړاندې هم د کیلاش تهذیب زیات شمیر منونکي دخپل مذهب څخه تیر شوي اؤ اسلام یې قبول کړی دی.

کیلاشیان چې د چترال په دریوؤ کلیو بمبوریت ، بریر اؤ رمبور کې ژوند کوي دتاریخ کتابونه یې پیژندګلي په بیلابیل ډول کوي .

زیاتره مورخین په دې خبره یوه خوله دي چې دا د سکندراعظم دلښکر نه په سیمه کې پاتې شوي خلک دي چې وروسته یې نسلونه غځیدلي اؤ تر ننه یې خپل تهذیب ته دوام بخښلی دی.

شمیرې ښایي چې په سیمه کې یو وخت کې دکیلاشیانو شمیر ۴۰ؤ زرو ته رسیدلو خو اوس دغه شمیره یوازې شاوخوا څلورو زرو ته راټیټه شوې ده.

د کیلاش قبیلې یو استازی وزیرزاده وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي که څه هم نیغ په نیغه د مسلمانانو لخوا ددوي په سیمه کې د اسلام تبلیغ نه کیږي خو په تعلیمي نصاب کې د اسلامي زده کړو د شتون او د ښه ژوند لپاره له مسلمانانو سره ددوي د جونو د واده کولو له امله د دوي د مذهب پلویان په کمېدو دي.

هغه وایي “دا دسیلانیانو ځای دی. دلته سیلانیان یا ټوریستان راځي او په کلي کې ګرځي او کوښښ کوي چې د سیمې اوسېدونکي تر اغیزې لاندې راولي. د سیمې جوني فکر کوي چې که پېښور یا نورو داسې ځایونو ته ولاړې شي نو ښايي ژوند یې ښه شي. بل دلیل یې دا دی چې په ښونځیو کې د اسلامیاتو سبق ورکول کیږي نو پداسې وخت کې خو ماشومان بالغ نه وي نو خامخا تر اغیز لاندې راځي”

دروان کال په پیل کې دپاکستان دبشري حقونو ملي کمیسیون هم په دې خبره اندېښنه ښکاره کړې وه چې دمذهب په بدلولو کیلاش قبېله په چټکتیا سره له منیځه ځي حکومت ته به ددغه قبېلې دتحفظ دپاره ګامونه اخستل وي.

د پېښور پوهنتون استاد ډاکټر ناصر وايي، د کیلاش قبیله د دونیا په مذهبونو کې یو ځانګړی حیثیت لري او حکومت باید د دوي د ساتلو لپاره ګامونه پورته کړ

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG