لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 دخېبر څلورو علاقو ته د کډوالو ستنېدو لړۍ د ۲۵م جون څخه پېل کيږي


دخیبرپښتونخوا د خېبرضلعې د څلورو علاقو د کډوالو بيرته ستنېدو لړۍ د ۲۵م جون څخه پېل کيږي چې پکې د جمرود تحصيل د تيراه او راجګال زیاتره کډوال شامل دي.


په قبايلي سيمو کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې (اېف ډي اېم ای) د خبر پاڼې ترمخه د خېبر د اکاخېلو، ملک دين خېلو، قمبرخېلو او کوکي خېلو د کډوالو بيرته خپلو علاقو ته ستنېدو لړۍ به په څو پړاؤنو کې ترسره کيږي.


د اېف ډي اېم مشر ويلي بيرته ستنېدونکو کډوالو ته به د لارې د سفر دپاره لس زره روپۍ او نورې ۲۵زره روپۍ نقدې ورکولی شي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي له دې نه علاوه به بيرته ستنېدونکو ته خوراک او اوبه هم ورکولی شي.

اېف ډي اېم ويلي د شمالي وزيرستان او پاتې نورو سيمو د پاتې شوؤ کډوالو د بيرته ستنېدونکو دپاره زمينه برابرولی شي او زر به يې نېټه اعلان شي.

د راپورونو ترمخه د خېبر نه په کال ۲۰۰۹م کې د تندلارو وسله والو پرضد د پوځي عملياتو سره ځايي خلکو کډې پېل کړې وې او د دولتي شمېرو ترمخه د اېف ډي اېم ای سره د کډوالو د ۷۸زره کورنۍ رجسټرډ شوې وې.


د چارواکو په وېنا په سيمه کې د امنيت پرځای کېدو وروستو نزدې دوه کاله وړاندې کډوال بيرته ستنېدل پېل شوي او د باړې او تيراه مېدان ټول خلک بيرته خپلو علاقو ته ستانه کړی شوي دي.


چارواکي وايي دا وخت زیاتره کډوال د راجګال سيمې سره تعلق لري چې پکې د رجسټرډ کډوالو شمېره تر ۱۱۰۰ کورنيو پورې ښودل کيږي.


په خېبر ضلع کې وروستي پوځي عملیات د خېبرفور په نوم ترسره شوي او چارواکي ادعا کوي د تندلارو نه وروستۍ پاتې علاقه راجګال نزدې ټوله پاکه کړی شوې او يواځې د افغانستان سره په پوله لرې پرتو علاقو کې وخت په وخت عمليات ترسره کيږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG