لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یو این ایچ سي آر: جګړو تېر کال د نړۍ څه باندې ۶۸ میلینه خلک جبري بې ځایه کړي


د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو نړیواله اداره یو این ایچ سي آر وایي، جګړو، تشدد او نورو ځورونو په تېر ۲۰۱۷م کال کې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو ۶۸.۵ میلینه خلک جبري بې کورۍ ته مجبوره کړي دي.

یو این ایچ سي آر په خپل تازه رپوټ کې ویلي، هغه خلک چې تېر کال پخپله خوښه له خپلو هېوادونو کډه شوي شمېر یې ۱۶.۵ میلینه دی، چې وایي دا په تېرو کلونو کې تر ټولو زیات شمېر دی. وایي د دې اندازې له مخې هره ورځ ۴۴۵۰۰ کسان له خپلو کورونو بې ځایه شوي او په هرو دوو سیکنډو کې دوه کسان له کورونو کډه شوي دي.

د مهاجرینو اداره وایي هغه کډوال چې په خپلو هېوادونو کې د جګړو او ځورونو له ضرره تللي شمېر یې ۲۵.۴ میلینه دی، چې وایي دا تر وړم کال زښته زیات یعنې څه دپاسه شل چنده زیات شمېر دی، ځکه چې وایي په ۲۰۱۶م کال کې له جګړه ځپلیو هېوادونو یواځې ۲.۹ میلینه خلک بې ځایه شوي وو.

رپوټ وایي هغه خلک چې تېر کال یې په نورو هېوادونو کې یې د پناه اخیستنې لپاره درخواستونه ورکړي وو، د کال په پیل کې یې شمېر درې لکه وو، خو د دسمبر تر ۳۱مې نېټې یې شمېر یودېرش لکه یعنې ۳.۱ میلینه ته ورسېد.

یو این ایچ سي آر وایي تر نورو کډوالو د کورنیو بې ځایه شویو خلکو شمېر زیات دی. په رپوټ کې راغلي چې په خپلو هېوادونو کې دننه د بې ځایه شویو خلکو شمېر ۴۰ میلینه دی چې د ۲۰۱۶م کال تر شمېر لږ کم دی، په هغه کال کې ۴۰.۳ میلینه خلک کورني بې ځایه شوي وو.

رپوټ وایي له ۶۸.۵ میلینه بې ځایه شویو کډوالو څخه زیات یې کورني بېځایه شوي دي، خو پاته ۲۵.۴ میلینه له خپلو هېوادونو کډه شوي دي، چې په هغوی کې فلسطین، شام، افغانستان، جنوبي سوډان، میانمار او صومالیه شامل دي.

د مهاجرینو نړیواله اداره وایي له دغو کډوالو څخه ۵۸ فیصده یې د کلیو او کېمپونو پر ځای په ښارونو کې ژوند کوي، چې په هغوی کې ۵۳ ماشومان دي او پاته نور ځوانان دي چې وایي یا له خپلو کورنیو سره یو ځای او یا یواځې کډوالۍ ته اړ شوي دي.

یو این ایچ سي آر وایي د جګړو او ناامنۍ د دوام له کبله لا ډېر خلک له خپلو سیمو بې ځایه دي. وایي له یاد شمېر څخه تېر کال یواځې ۵ میلینه خلک بیرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي، چې وایي په هغوی کې هم زیات شمېر د کورنیو بې ځایه شویو خلکو دی.

پاکستان هم یو له هغو هېوادونو دی چې د یو این ایچ سي آر د رسمي شمېر له مخې شاوخوا یونیم میلین رجسټر او شاوخوا یو ملین نارجسټر افغان کډوال پکې ژوند کوي، خو په دې هېواد کې دننه هم د پوځي عملیاتو له کبله په لکونو خلک له خپلو سیمو بېځایه دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG