لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا پرېښودو اعلان کړی


امریکا په رسمي ډول د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د غړيتوب پرېښودو اعلان کړی او تور يې پرې لګولی چې شورا د بشري حقونو د سرغړؤنکو ملاتړ کوي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفيرې نيکې هيلې او د بهرنيو چارو وزیر مايک پومپيو په ګډه خبري غونډې ته ويلي، چې د بشري حقونو شورا د بشري حقونو د سرغړؤنکو ملاتړې او سخت سیاسي تعصب لري.

هيلې تور لګولی چې شورا د اسرايل پرضد د سخت تعصب نه کار اخلي.

هغې ويلي امريکا د تېر کال راهسې د شورا د اصلاحاتو هڅې کړي خو ځای يې نه نيولی.

هيلې زياته کړې چې د شورا غړي بنيادي بشري حقونو ته درناوی نه لري او نيوکې يې کړي چې په وېنزوېلا، چين، کيوبا او ډیموکرېټک ريپبلک اف کانګو کې يې د بشري حقونو په سرغړونو سترګې پټې کړي دي.

مايک پومپيو د هيلې سره ورغبرګه کړې چې د شورا کردار د بې شرمۍ ترحده منافقت کوي.

خو د امريکا تورونو ته په غبرګون کې د ملګرو ملتونو د عموي سېکتر انتهونيو ګېټرس ویاند ويلي، عمومي سېکتر به هڅه کوي چې امریکا د شورا غړې پاتې شي او د ملګرو ملتونود بشري حقونو شورا د بشري حقونو په لړ کې پياوړی رول لوبوي او په نړيواله کچه د بشري حقونو ساتنه کوي.

په نړيواله کچه نزدې ۱۲ غېر دولتي کارکوونکو سازمانونو د امريکا په دغه پرېکړه د مايوسۍ څرګندونه کړې ده.

د اېمنسټي انټرنېشنل عمومي سېکتر سليل شيټي په امریکا غږ کړی چې خپله پرېکړه بيرته واخلي او په شورا کې يې د نيمګرتياؤ اعتراف کړی دی.

داسرايل وزيراعظم بېنجمن نېتن ياهو د امريکا د پرېکړې هرکلی کړی دی.

د ملګرو ملتونو جنرال اسمبلۍ په کال ۲۰۰۶م کې د بشري حقونو د کمېشن په ځای د ۴۷ غړو د بشري حقونو شورا جوړه کړې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG