لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه: د امنيتي ځواکونو په عملیاتو کې د څلورو ترهګرو د وژنې ادعا شوې


د پاکستان په بلوچستان صوبه کې امنيتي ځواکونو د لټون په عملياتو کې د څلورو ترهګرو د وژنې ادعا کړې ده. ځايي رسنيو ويلي په وژل شوؤ ترهګرو کې يوه ښځه هم شامله ده.

د دولتي ميډيا د خبر ترمخه نن د شورو، چهارشنبې په سهار د کوټې د دشت سيمې په تيرامل کې د ملېشې (اېف سي) ځواک د عملياتو په مهال څلور ترهګر وژل شوي دي.

اېف سي ځواک ويلي د عملیاتو په مهال څلور سرتيري هم ژوبل شوي دي.

بيان کې ويل شوي وژل شوي ترهګر د امنيتي ځواکونو په هدفي وژنو کې ککړ وو. او د دوي د ولقې نه وسله هم ترلاسه شوې ده.

ځايي ميډيا د ترهګرۍ پرضد عمليات کوونکو پوليسو (سي ټي ډي) لخوا ويلي چې د استخباراتي مالوماتو په اساس دغه عمليات شوي او عملیات تر درېو ساعتونو پورې روان ؤ.

سي ټي ډي ويلي يو ترهګر د نورو د مالومولو دپاره موقعې ته بوتلل شوی او هلته بيا د نښتې په مهال يو بل په ځان پورې تړلو بارودي موادو ته چاؤدنه ورکړې او درې نور وژل شوي دي.

ويل شوي عمليات او نښته په يو کور کې شوې او د دغه ځای نه د يو کم عمره ماشوم مړی هم ترلاسه شوی خو چارواکو د ماشوم د مړينې پخلی نه دی کړی.

د تېرې اوږدې نه د ناامنۍ سره مخ بلوچستان صوبه کې وخت په وخت د هدفي وژنو او بمي چاؤدنو ترڅنګ امنيتي چارواکي د دغه ډول عملياتو ادعاوې هم کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG