لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغانستان کرکټ لوبډله به د اسټریلیا سره ټیسټ سیالي کوي


دکرکټ نړيوال کونسل  داسټريليا راتلونکي کې   د لوبو تګلاره ( ايف ټي پي) مطبوعاتو ته ښودلې چې پکې  په کال ٢٠٢٠ءم کې دافغانستان په ضد يو ټيسټ سیالي هم شامل ده.

افغانستان به په کال ٢٠۲٠م کې داسټريليا په خاوره داسټريليا په ضد يو تاريخي ټيسټ سیالي کوي.

دکرکټ نړيوال کونسل داسټريليا راتلونکي کې د لوبو تګلاره ( ايف ټي پي) مطبوعاتو ته ښودلې چې پکې په کال ٢٠٢٠ءم کې دافغانستان په ضد يو ټيسټ سیالي هم شامل ده.

ټاکل شوې ده اسټريليا به د٢٠٢٠-٢١ دګرمۍ په موسم کې دهند په ضد دڅلور ټيسټ سيريزونو څخه دمخه اسټريليا کې افغانستان سره يو ټيسټ سیالي کوي.

دغه ميچ به په کال ٢٠٢٠م کې لوبول کيږي اؤ ددې ترڅنګ به نيوزلينډ هم د٢٠١٩-٢٠ نوي کال دکرسمس په موقع اسټريليا کې خواوشا ديرش کاله پس ټيسټ سیالۍ کوي.

دنړيوال ټيسټ اتلولي جوړه کړى شوې اؤ ددې ترڅنګ دديارلسو ډلو ديو ورځنو سیالیو ليګ هم جوړ کړى شوى کوم چې به دائي سي سي کرکټ دنړيوال کپ لپاره د وړتیا ښودلو په توګه کارولى شي.

دلمړۍ درجې نهه هيوادونه به دنړيوالې ټيسټ اتلولۍ د پرانستي پړاؤ کې برخه اخلي چې بدا ه د١٥مې جولا ئي ٢٠١٩م څخه ٣٠م اپريل ٢٠١١ پورې دوامداره وي.

له دې وړاندې روانه میاشت کې دافغانستان دکرکټ لوبډلې دهند په بنګلور ښار کې د هندي لوبډلې سره دټیسټ کرکټ تاریخي سیالي کړې وه چې په هغې کې دهند لوبډلې بریالیتوب ترلاسه کړی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG