لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تندروه ډله ملي مسلم لیګ وایي خپل ۲۶۵کاندیدان یې ټولټاکنو ته ودرولي


دپاکستان دټولټاکنو کمیسون لخوا ناچله ګرځول شوې تندروه ډلې جماعت الدعوه سره د تړون په تور دملي مسلم لیګ په نوم سیاسي ګوند ته د رجسټریشن نه ورکول کېدو باجود دغه ګوند اعلان کړی چې خپل ۲۶۵ کاندیدان یې ټولټاکنو ته ودرؤلي دي.

ملي مسلم لیګ وایي چې کاندیدان یې“الله اکبر تحریک” نه په ټولټاکنو کې برخه اخلي اؤ انتخابی نخښه به یې کرسۍ وي.

په ملي مسلم لیګ شکونه کیږي چې دا هم دممبۍ بریدونو کې دتورن حافظ سعید تندروه ډله جماعت الدعوه ده خو یوازې نوم یې بدل کړی اؤ دپاکستان دټولټاکنو کمیسون ددغه ګوند د راجسټر کولو خواست هم نه دی منلی.

دملي مسلم لیګ د رجسټریشن دخواست رد کیدلو وروسته دغه ګوند د” الله اکبر تحریک “سره د یووالي اعلان کړی ؤ.

دپاکستان ډان ورځپاڼې لیکلي چې اوس د الله اکبر تحریک د بیرغ لاندې د ملي مسلم لیګ ۸۰ؤکاندیدانو ته دقامي اؤ ۱۸۵ته د صوبایي اسمبلیو ټکټونه ورکړل شوي دي.

الله اکبر تحریک د ټول ټاکنو کمیسون سره دکال ۲۰۱۱م څخه دیو سیاسي ګوند په توګه راجسټر دی چې مشري یې دمیا احسان باري په نوم یو تن په غاړه لري .

خو ډان ورځپاڼه وایي چې میا احسان باري دکوم بل سیاسي ګوند سره د پیوستون اوازې رد کړي دي اؤ ویلي یې دي چې ملي مسلم لیګ د الله اکبر تحریک د کاندیدانو ملاتړ اعلان کړی چې شمیره یې دریوؤ سوؤ ته رسیږي.

د روانې میاشتې په پیل کې د پاکستان لویو سیاسي ګوندونو لکه مسلم لیګ(ن)، پیپلز پارټي، تحریک انصاف ، عوامي نېشنل پارټي، متحده مجلس عمل، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او قامي وطن پارټۍ په شمول یو شمیر نورو سیاسي ګوندونو غړو د ټولټاکنو دکمیسون مشر سردار رضا سره لیدلي وؤ اؤ هغه نه یې غوښتنه کړې وه چې تند روه ډلې باید انتخاباتو کې برخې اخستو ته پرې نه ږدي.

سږکال د اپریل په میاشت کې د امریکا خارجه وزارت لخوا خپور شوي یو بیان کې ویل شوي وؤ چې د پاکستان دننه جوړې دوه ډلې ملي مسلم لیګ او تحریک ازادي کشمیر په دغه هیواد کې د وړاندې نه دفعاله ترهګرې ډلې لشکر طیبه ذیلي ډلې دي او د دغو نامې يې هم د خارجي ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل کړي.

په کال ۱۹۸۰م کې جوړې شوې ترهګرې ډلې لشکر طیبه تور دی چې په نومبر کال ۲۰۰۸م کې يې د هندوستان په ممبۍ ښار ترهګر بریدونه ترسره کړي وو. په دغه بریدونو کې ۱۶۶ بې ګناه کسان وژل شوي وو چې پکې شپږ امریکایان هم وو

د امریکا خارجه وزارت په کال ۲۰۰۱ کې لشکر طیبه ګوند د خارجي ترهګرو (اېف ټي او) په نوملړ یا فهرست کې شامل کړه او د دغې ګوند مشر حافظ سعید يې هم د نړیوالو ترهګرو په نوملړ کې شامل کړی وو.

په تیرو څو کلونو کې بیا لشکر طیبه د نړیوالو بندیزونو نه د ځان بچ کولو لپاره خپله نامه څو څو وارې بدل کړې.

په جنورۍ کال ۲۰۱۷م کې دغه ګوند خپل فعالیتونه د تحریک ازادي کشمیر په نامه پیل کړل او په دغې نامه يې ترهګرو فعالیتونو ته دوام ورکړو.

د تیرکال اګست په میاشت کې بیا د لشکر طیبه مشر حافظ سعید د ملي مسلم لیګ په نامه یو سیاسي ګوند اعلان کړو او د دغې ګوند کسانو په ښکاره په انتخابي جلسو کې د حافظ سعید په حق کې بېنرې نېولې وې او کتابچې يې هم ویشلې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG