لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان:دښو اؤ بدو طالبانو ترمینځ هیڅ توپیر نه کوؤ


دپاکستان د بهرنیو چارو ددفتر ویاند ښاغلي ډاکټر محمد فیصل ویلي پاکستان د ښو اؤ بدو طالبانو ترمینځ هیڅ توپیر نه کوي اؤ دپاکستاني طالبانو د تحریک په ضد به ګامونه اخلي.

د پنجشنبې په ورځ اسلام اباد کې خبریالانو ته داحوال تیرؤلو په وخت د بهرنیو چارو ددفتر ویاند وویل پاکستان افغانستان دامن اؤ سولې دپاره د پورته کیدونکو ټولو ګامونو ملاتړ کوي خو دا په افغان دولت پورې اړه لري چې هغوئ دکوم عمل لاندې دامن ټینګښت غواړي.

هغه په دغه موقعه ومنله چې دپاکستاني طالبانو مشر مولوي فضل الله په افغانستان کې وژل شوي اؤ وئ ویل پاکستان به هم د پاکستاني طالبانو تحریک په نخښه کوي.

خو ویاند پخپلو خبرو کې دا واضحه نه کړه چې دافغان دولت دغوښتنې په اساس به پاکستان خپله خاوره کې د پټو افغان طالبانو په ضد هم ګامونه واخلي که نه؟

کابل اؤ واشنګټن د تیرې څه دپاسه یوې لسیزې راهسې د اسلام اباد نه غوښتنې کوي چې خپل هیواد کې دې د طالبانو خوندي ځالې له مینځه یوسي اؤ د حقاني شبکې اؤ نورو ترهګرو ډلو په ضد دې بې توپیره ګامونه واخلي.

ډاکټر فیصل وویل دا تورونه هیڅ حقیقت نه لري چې ګنې پاکستان د ښو اؤ‌ بدو طالبانو ترمینځ توپیر کوي اؤ‌ وئ ویل “مونږ د دوئ تر مینځ هیڅ توپیر نه کوؤ”

خو له دې وړاندې دپاکستان دپوځ پخوانیو لوړو پوړو پوځي‌جنرالانو اؤ حکومتي مشرانو پخپلو څرګندونو کې په کراتو ویلي چې دافغان طالبانو مربوط دحقاني ډله افغانستان کې دپاکستان دګټو دپاره کار کوي نو پاکستان باید ولې ددغه ډلې په ضد ګامونه واخلي؟

دبهرنیو چارو ددفتر ویاند په دغه موقعه امریکا کې دترهګرۍ په تور دقید پاکستاني ډاکټرې عافیه صدیقي په اړوند وویل چې هیوسټن کې دپاکستان قونصل جنرل په ۲۳م مئ ډاکټرې عافیه صدیقي سره لیدلي اؤ اړونده امریکایي چارواکو ته یې عافیه صدیقي سره د کیدونکې بدسلوکۍ خبره غوږونو ته ور رسولې ده.

دهند په اړوند دخبرو په مهال دپاکستان دبهرنیو چارو ویاند وویل پاکستان په تیرو شپږو میاشتو کې ۲۹۱ هندي بندیان له زندانونو خوشې کړي اؤ داختر په مهال یې دهندي اؤ پاکستاني ځواکونو ترمینځ د ډزبندۍ هرکلی هم کړی دی.

XS
SM
MD
LG