لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عبدالله دپاکستان صدرته:تاسو هم پخپله خاوره دترهګرو په ضد ګامونه واخلئ


دافغانستان اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله دپاکستان څخه غوښته کړې چې باید پخپله خاوره کې د افغان طالبانو اؤ نورو ترهګرو ډلو په ضد داسې ګامونه واخلي لکه څنګه چې دافغانستان خاوره کې دترهګرو په ضد اخستل کیږي.

افغان اجرائیه رئیس دتاجکستان پلازمینه دوشنبه کې د اوبو په اړوند د راجوړ شوي نړیوال کانفرنس په څنډه کې دپاکستان صدر ښاغلي ممنون حسین سره لیدلي اؤ دترهګرۍ د مخنیوي، افغانستان کې دسولې د روانو هڅو په ګډون یې یو ورسره په یو شمیر مهمو موضوعاتو خبرې اترې اترې کړي دي.

دافغانستان خبري ادارې پژواک د ډاکټر عبدالله ویاند فریدون خوځون له خولې لیکلي چې دپاکستان صدر ممنون حسین د اختر په ورځو کې د طالبانو اؤ افغان دولت ترمینځ شوی اوربند یو غوره پرمختګ وبللو اؤ وئ ویل پاکستان افغانستان سره د سولې اؤ امن په ټینګښت کې هر راز همکارته ته اماده دی.

کابل اؤ واشنګټن د تیرې څه دپاسه یوې لسیزې راهسې د اسلام اباد نه غوښتنې کوي چې خپل هیواد کې دې د طالبانو خوندي ځالې له مینځه یوسي اؤ د حقاني شبکې اؤ نورو ترهګرو ډلو په ضد دې بې توپیره ګامونه واخلي.

دافغانستان ولسمشر اشرف غني خو څو ، څو واره پاکستان د طالبانو د مرکز په نوم یاد کړی اؤ تور یې لګولی چې دطالبانو د لارې پاکستان په افغانستان نا اعلانه جګړه تپلې ده .

د پنجشنبې په ورځ دپاکستان د بهرنیو چارو ددفتر ویاند ښاغلي داکټر فیصل دا تورونه رد کړي چې ګنې پاکستان دښو اؤ بدو طالبانو ترمینځ توپیر کوي اؤ ویلي یې دي چې پاکستان افغانستان کې دامن اؤ سولې دپاره د پورته کیدونکو ټولو ګامونو ملاتړ کوي خو دا په افغان دولت پورې اړه لري چې هغوئ دکوم عمل لاندې دامن ټینګښت غواړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG