لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان حکومت: د ډیورنډ موضوع په هیڅ غونډه کې نه ده را پورته شوې نه باید را پورته شي


افغان حکومت هغه ګنګوسې په کلکه رد کړې دي چې وایي په دې وروستیو کې یې له پاکستاني چارواکو سره د ډیورنډ کرښه په رسمیت منلې او د یوه نړیوال سرحد په توګه پېژندلې ده.

پر ټولنیزو رسنیو د پاکستانۍ ډان انګرېزي ورځپاڼې له نامه یو خبر خپور شوی وو، چې وایي د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر په خپل وروستي سفر کې د پاکستاني پوځ له مشر جنرل قمر جاوید باجوه سره په کتنه کې د ډیورنډ کرښه د دغو دواړو هېوادونو تر منځ د پولې په توګه منلې ده.

د زیارت- پنجشنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنيت شورا دفتر په دې اړه یوه خبرپاڼه خپره کړه او نه یواځې یې دا خبر جعلي وباله بلکې په خبر کې راغلې دعوه یې په بشپړ ډول بې بنسټه وبلله. په اعلامیه کې راغلي:

"د دې موضوع د روښانتيا په موخه ليکو، چې پاکستان ته د لوړ پوړي امنيتي پلاوي د وروستي سفر پر مهال له ښاغلي جنرال باجوه سره نه کومه ليدنه او ملاقات شوی او نه هم د ډيورنډ د فرضي کرښې په مورد له نوموړي یا کوم بل چا سره کومه خبره شوې ده. په ټولنيزو شبکو کې نشر شوی خبر کاملاً بې بنسټه او يوه جعلي پروپاګنده ده. "

افغان حکومت په خبرپاڼه کې ویلي، چې د ډيورنډ کرښې موضوع یې تر اوسه په هيڅ کومه غونډه کې نه ده را پورته کړې او ټینګار کوي چې دا موضوع باید را پورته هم نه شي، ځکه چې وایي د ډيورنډ کرښې موضوع د افغانستان له خلکو سره تړلې ده او هيڅ حکومت حق نه لري چې پر دې موضوع خبرې وکړي.

د پاکستان پوځ او د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت هم تر اوسه د دې وروستي خبر د دعوې په اړه څه نه دي ویلي.

پاکستان له تېر کاله راهیسې پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار غزولو کار پیل کړی چې وایي ټاکل شوې د روان ۲۰۱۸م کال تر پایه به بشپړ شي. کابل ته د جنرل باجوه د وروستي سفر په مهال ولسمشر غني هغه ته په دې اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې وه او ورته ویلي یې وو چې دا به د کرښې دواړو غاړو ته پرتو ولسونو ته ستونځې جوړې کړي.

خو د پاکستاني پوځ له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي وو، چې جنرل باجوه ولسمشر غني ته ډاډ ورکړی، چې پر ډیورنډ کرښه غزېدونکی اغزن تار به عامو خلکو ته نه بلکې ترهګرو ته به ستونځې جوړې کړي او یوې بلې خوا ته د هغوی د اوښتو مخه به ونیسي.

که څه هم پاکستان په وار- وار ویلي چې ډیورنډ کرښه نور څه ارزښت نه لري او دا د دغو دواړو هېوادونو تر منځ نړیوال سرحد دی، خو افغان حکومت دا یوه فرضي کرښه بولي او تر اوسه یې د نړیوال سرحد په توګه په رسمیت نه ده پېژندلې.

XS
SM
MD
LG