لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د انتخاباتو په مهال د ترهګرۍ خطره شتون لري، اعظم خان


د پاکستان د کورنيو چارو لنډمهاله وزير ويلي، د انتخاباتو په مهال د سياسي لاريونونو او جلسو په نخښه کولو خطره شته، د ترهګرۍ ويره وړاندې هم وه او اوس هم ده.

د انتخاباتو د امنيت په اړوند ميډيا سره په خبرو کې اعظم خان ويلي، په ملک کې د پوځي عملياتو څخه حالات ښه شوي خو د ترهګرۍ خطره اوس هم موجوده ده.

پاکستان کې د راتلونکي مياشت جولايۍ ۲۵م نېټه د عامو انتخاباتو دپاره ټاکل شوې او لنډمهاله حکومت د انتخاباتو د امنيت دپاره تيارۍ کوي.

د انتخاباتو په مهال د امنيت دپاره د ټاکنو کمېشن د وړاندې نه اعلان کړی دی چې په پولينګ سټېشن کې دننه او بهر به پوځي سرتيري په ځای کولی شي.

پاکستان کې له دې وړاندې د کال ۲۰۱۳م د عامو انتخاباتو په مهال ځينې سیاسي ګوندونو ادعا کوله چې د تندلارو وسله والو لخوا ورته ګواښونه شوي او په دغه مهال د بدامنۍ ځينې پېښې هم رامنځته شوې وې.

د پاکستاني طالبانو د هغه وخت وياند احسان الله احسان ګواښ کړى ؤ چې دعوامي نيشنل ګوند، پاکستان پيپلزپارټۍ او متحده قومي موومنټ په ضد به بريدونه کوي.

په دغه مهال بريدونو او چاؤدنو کې د عوامي نيشل ګوند د هغه وخت د اېن ای ۲۵۴ حلقې کانديد صادق زمان خټک سره د ماشوم زوی د کورنګۍ په بلال کالونۍ سيمه کې په وسله وال بريد کې وژل شوی ؤ.

او بيا د انتخاباتو په ورځ ۱۳م مې ۲۰۱۳م د کراچۍ په قايداباد او قصبه کالونۍ کې په دوه چاؤدنو کې لږ تر لږه ۱۳ تنه وژل شوي وو.

پرون د زيارت، پنجشنبې په ورځ د ټاکنو د کمېشن مشر سردار محمد رضا خان د ټاکنو د کمېشن لخوا د سوتره ټاکنو يقينې کولو دپاره اخستل شوؤ ګامونو څخه وزيراعظم خبر کړی دی.

په دغه موقع لنډ مهاله وزيراعظم ناصرالملک ويلي چې د ملک ټولې انتظاميې ادارې به د بې طرفه او سوتره او په ازاده توګه د انتخاباتو کولو دپاره د ټاکنو د کمېشن پوره مرستې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG