لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننګرهار: د داعش لس تندلاري وژل شوي، پينځه نيول شوي دي


د افغانستان ختیځ ولايت ننګرهار کې سیمه ییزو چارواکو ویلي، د داعش ډلې اړونده ښاري شبکې پينځه تنه غړي په جلال اباد ښار کې د افغان ځواکونو د پلټونکو عملیاتو پرمهال نیول شوي دي.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، نیول شویو کسانود جلال اباد ښار په وروستیو شویو ترهګریزو بریدونو،حکومتي کسانو په هدفي وژنو،دسوداګرو دتښتولو،د ماینونو په خښولو او د وسلو په لیږد کې لاس درلود.

هغه وړاندې وویل "د داعش ډلې اړوند۵ کسیزه ډله چې په بیلابیلو ترهګریزو فعالیتونو کې لاس درلود د ملي امنیت ادارې له لوري نیول شوي او همداراز نیول شویو کسانوپه لومړنیوڅیړنوکې دا منلې چې دجلال اباد ښارپه وروستیو بریدونو په ځانګړي توګه دمستوفیت اودپوهنې په ودانیو په شویوځانمرګوبریدونواوهمدارازد غازي امان الله خان په ښارګوټي کې په ترهګریزوحملوکې لاس درلودل".

همداراز سیمه ییزو چارواکوویلي تېره ورځ د ننګرهارپه هسکې مینې ولسوالۍ کې۷ تنه داعش وسله وال وژل شوي دي .

د ننګرهاروالي ویاند عطاالله خوګیاڼي دمطبوعاتي کنفرانس پرمهال ویلي یاد داعش وسله وال په هسکې مینې ولسوالۍ کې دملي امنیت سرتیرولخوا په عملیاتو کې وژل شوي اودهمدې ډلې دوه مهم مرکزونه هم له منځه وړل شوي دي.

نوموړي وویل"د شویوعملیاتوپه ترڅ کې چې په هسکې مینې ولسوالۍ کې ترسره شول د داعش ډلې دراټولیدو او د تصمیم نیونې دوه مهم مرکزونه له منځه وړل شوي او۷ تنه داعش جنګیالي وژل شوي دي".

همداراز په ختیځ ننګرهار کې چارواکو ویلي په هغو تازه هوايي عملیاتو کې چې دخوګیاڼو ولسوالۍ د تنګي او دهسکې مینې ولسوالۍ په پاین سیمو کې ترسره شوي،درې تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.

داعش ډلې په دغه اړوند تر دې دمه څه نه دي ویلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG